کابل (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٨) : ګلبدين حکمتيار د امريکا او طالبانو د سولې خبرو ته په اشارې سره ويلي چې دا خبرې لا هم بې نتيجې پاتې چې باید بیا کتنه پرې وشي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار دغه څرګندونې د اختر په مناسبت په خپل پيغام کې کړې دي.
هغه د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ټولو هېوادوالو او مسلمانانو ته مبارکي ورکړې او دعا يې کړې ده، چې الله تعالى دې هېواد له روان دردناك بحران، جګړو او ناامنيو وژغوري.
حکمتيار په دغه پيغام کې ويلي چې د افغانستان روان بحران دوه ستر او اساسي عوامل لري؛ په کورنيو چارو کې د بهرنيو لاسوهنې او تېرې او دويم هغه داخلي پرديپالې كړۍ چې د بهرنيو پر مټ يې واک ته د رسېدو هڅه كړې او لا يې كوي.
نوموړي زياته کړې چې مظلوم افغانان د دغو ناولو رقابتونو قربانيان دي، دا څلور لسيزي كېږي چي د دغه تحميلي جنګ په اور كي سوځي، خپلواكي، ملي حاكميت، ارضي تماميت، ديني او ملي ارزښتونه يې ګواښل شوي دي، حكومت او نظام يې بهرنيان ورته ټاكي.
د حزب اسلامي مشر ويلي، دا جګړه هغه مهال پاى ته رسېدلى شي چې كورني او بهرني عوامل يې پاى ته ورسېږي، افغانان پرېښودل شي چي خپل برخليك په خپله او د بهرنيو له هر راز مداخلې او وصايت پرته وټاكي.
ده زياته کړې: "زموږ نظام او چارواكي يې د ملت په خوښه او د شفافو او عادلانه انتخاباتو له لارې غوره شي، حكام مو ملي او ديني ارزښتونو ته ژمن وي، قانون ته درناوى ولري، هېڅ مقام ځان تر قانون لوړ ونه ګڼي او د ويټو حق ونه لري، واک ته د رسېدو او له يوه بل ته په انتقال كې د افغانانو وينه تویه نه شي، د خلكو سر، مال او عزت له هر راز تېري خوندي وي، حكومت مو د دې خوندي ساتلو مسووليت پر غاړه ولري او له عهدې يې د وتلو توان ولري."
حکمتيار نيوکه کړې چې ملګري، سفارتونه او نور بهرنيان د ټاکنو په موضوع کې لاسوهنې کوي، د همدې غلط او د ملي حاكميت خلاف مداخلې په اړه نه يوازې اړوند دولتي مسوولين له مناسب غبرګون ښودلو ډډه كوي، بلكي غاړه ږدي او د افغانانو خپلمنځي پرېكړه او توافق ترپښو لاندي كوي، اعلان كوي چې د تلې په شپږمه به يوازې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره كېږي.
د هغه په وينا، افغانانو ته دا پرېكړه قطعاً د منلو نه ده، دوى پر شفافو انتخاباتو ټينګار كوي، د ولسواليو او ولايتي شوراګانو ټاکنې همدومره ارزښت لري لكه د ولسمشرۍ ماڼۍ ڼاکنې، دا غرضي او مرضي بهرنۍ او كورنۍ كړۍ دي چي د سياسي موخو له كبله دا ټاکنې د مخكې په څېر ځنډوي، دوى د دې لپاره دا انتخابات ځنډوي چي د قانوني لويي جرگې له جوړېدو وېره لري.
د حزب اسلامي مشر په خپل اختريز پيغام کې سولې ته هم اشاره کړې او دعوه کوي چې دولت نه د سولي لپاره كوم رغنده ابتكار لري، نه واضح او په دولت كي د شاملو لورو متفقه طرح او نه جدي اراده، حتى په دې لوري كې د سولې او نورو ملي مسايلو په اړه د تصميم داسې مقتدره مرجع هم نشته چې ټول تمثيل كړي او پرېكړو ته يې التزام ولري.
د هغه په وينا، سوله په ټول ملت پورې تړلې ستره ملي مسئله ده، بايد د افرادو او جنګ غوښتونكو له انحصار او يرغمله و ايستل شي، هېڅوك بايد د سولې په اړه د ويټو حق ونه لري.
حکمتيار د ملي يووالي حکومت د مشروعيت په اړه وايي چې جوزا له لومړۍ نېټې وروسته له نوي بحران سره مخ شوى، د حكومت عمر پاى ته رسېدلى، ډېرى افغانان يې غير مشروع او غير قانوني ګڼي.
login or register a new account.