Language

ملګرو ملتونه: د افغان جګړې ښکېلې غاړې دي اختر په احترام جګړه ودروي

کابل (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٨): ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د اختر په ورځو کې جګړه ودروي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) له خوا د غبرګولي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې د دې ادارې د مشر تداميچي ياماموتو له خولې راغلي، لکه څرنګه چې له یوې میاشتې روژې او عبادتونو وروسته کوچنی اختر لمانځل کېږي، نو دوى ټولو افغانانو ته د اختر مبارکي ورکوي.

هغه زياته کړې: "د دې لپاره چې ټول افغانان د اختر مهمه خوښي په ښه ډول ولمانځي، زه د جګړې پر ښکېلو اړخونو ټینګار کوم چې جنګ ودروي او دغو بختورو ورځو ته د درناوي په موخه له زغم څخه کار واخلي چې هر څوک په افغانستان کې له سوله ییز اختره خوند واخلي."

نوموړي هيله څرګنده کړې چې د کوچني اختر په مناسبت د پیوستون رامنځته شوی حس په راتلونکي کې هم په ښه ډول دوام وکړي او داسې سولې ته زمینه برابره شي چې افغانان یې غواړي او حقدار یې دي.

ملګري ملتونه سولې، امن او سوکالۍ ته د رسېدو په لاره کې د افغانستان له خلکو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

login or register a new account.