Language

خلک: جګړې او بېوزلي مو اخترونه بېخونده کړي

ګردېز (پژواک، غبرګولى ٩٨): د پکتيا خلک وايي چې جنګ جګړو يې د ژوند د هرې برخې سوکالي ترې اخيستې او د الهي خوښيو ورځې (اختر) یې هم په خپګان او نا امنۍ کې تېرېږي.

دوی پر جګړې سربېره بېوزلي بله لويه ستونزه يادوي چې په خبره يې ډېر خلک ان د ژوند لومړۍ اړتياوې نه شي پوره کولای او له دې امله يې اخترونه خورا پيکه دي.

د ګردېز اړوند د تېرې سيمې اوسېدونکي سيداجان نظام پژواک خبري اژانس ته وويل چې په روانه جګړه کې کابو هرې کورنۍ لږ تر لږه يو غړی له لاسه ورکړی او د کورنيو د غړو تشه يې د خوښيو لمانځلو مفهوم له منځه وړی دی.

نظام د روانې جګړې شدت ته اندېښمن دی او وايي چې د جګړې له امله فقر او بېوزلي په بې ساري ډول زياته شوې ده.

دی وايي: ((د اخترونو پخوانی خوند نه دی پاتې او ډېر پيکه شوي دي، عوامل يې جګړې او بېوزلي دي. ډېر زيات خلک بې روزګاره دي او نه شي کولای چې د خپلې خوښې څېزونه واخلي او خپلې اړتياوې پوره کړي.))

هاشم پکتين چې په ګردېز ښار کې د بنجاره توکو لوی پلورنځی لري، وايي چې د تېر په پرتله د خلکو له خوا د توکو پېرلو په کچه کې ښکاره کموالی راغلی دی.

پکتين د روانې جګړې پای ته رسول جدي اړتيا بولي او له وسله والو طالبانو غواړي چې لږ تر لږه د اختر په ورځو کې اوربند وکړي.

دی وايي: ((هر کور غمجن دی، داسې کور نه دی پاتې چې د خپل کور غړي يا يې خپلوان له لاسه نه وي ورکړي او غمجن نه وي، هغه که هرې خوا ته وي. بيا مو هم له وسله والو طالبانو او ور سره حکومت نه هيله ده چې اوربند وکړي او سوله راوړي.))

دغه راز خياط ښايسته ګل احمدزی وايي چې تېر کال پر امنيې قوماندانۍ بريد کې د وژل شوو لسګونه کسانو له ډلې د ځينو د اختر جامې له دوی سره همداسې پاتې شوې وې او د دې ناوړه حالت د تکرار د مخنيوي لپاره پر سوله ټينګار کوي.

احمدزي پژواک ته وويل چې د بېوزلي له امله ډېر خلک آن خوراکي توکي نشي برابرولی او په بازار کې د سوالګرو ماشومانو او مېرمنو شمېر هم ډېر زيات شوی دی.

دی وايي: ((اخترونه ډېر کمرنګه شوي، جنګ او جګړو له موږ څخه د اختر ټولې خوشالۍ اخيستې دي. دې جګړې له چا ورور، پلار او تره اخيستي او ځينې يې زخميان کړي دي چې لاس او پښې نه لري. په بازار کې د سوالګرو په ليدو درک ولګوئ چې غريبي څومره زياته شوې ده.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسيدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او په هېواد کې یې د سولې پر راوستو ټينګار وکړ.

login or register a new account.