غزني ښار(پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٨): د غزني حکومتي مسوولين وايي چې ځانګړو ځواکونو په ګېرو ولسوالۍ کې د طالبانو يو زندان مات کړى او نهه تنه يې ترې را خوشې کړي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غبرګولي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د ګيرو ولسوالۍ د عزمت او امين کلا ترمنځ سيمو کې د طالبانو پر يوه زندان عمليات کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د څلورو ملکي وګړو په ګډون نهه تنه را خوشې کړاى شوي دي.
نوري زياتوي: ((دغه کسان يوې هديرې ته څېرمه په يوه زندان کې ساتل کيدل چې څلور يې ملکي وګړي او پنځه نور يې امنيتي سرتيري دي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې په دغو عملياتو کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم امنيتي ځواکونو په بيلابيلو سيمو کې د طالبانو پر زندانونو عمليات کړي او يو شمېر کسان يې ترې را خوشې کړي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP