پلخمري (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٨): د بغلان په نهرين ولسوالۍ کې پر لمونځ کوونکي چاودنه شوې چې په ترڅ کې دوه تنه وژل شوي او ١٢ نور ټپيان شوي دي.
د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت د غبرکولي په ١٤ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار د نهرين ولسوالۍ د زاړه ښار جومات ته څېرمه پر لمونځ کوونکو چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې دغه چاوديدونکي توکي په موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوي وو چې د چاودنې له امله يې دوه تنه لمونځ کوونکي وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.
دغه راز د پیښې عېني شاهد مهراب الدین ابراهیمي وايي په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوې او د ماشومانو په ګډون ١٣ تنه نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه د نهرین ولسوال فضل الدین مرادي د پیښې په تایيد پژواک ته وویل چې په دغه پېښه کې يو تن وژل شوى او ١٣ نور ټپيان دي.
د ولسوال د معلوماتو له مخې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي خو د دوه تنو وضعيت ښه نه وو چې ولايتي روغتون ته انتقال شوي دي.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې وړ ده چې نهرين د بغلان ولايت له نا امنو ولسواليو څخه شمېرل کيږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP