Language

امنيتي ځواکونو د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ مرکز ونيوه

 لومړى تعقيب – غزني  (پژواک، ١٧ غبرګولى ٩٨): ځينې سرچينې وايي چې امنيتي ځواکونو د غزني ولايت د خواجه عمري ولسوالۍ مرکز له وسله والو طالبانو نيولى او د ولسوالۍ په څنډوکې جګړه روانه ده .

 د راپورونو په اساس، يوکال مخکې وسله والو دغه ولسوالۍ نيولې وه او هغه مهال ددغې ولسوالۍ  د ولسوال علي شمس دوست په ګډون نهه پوليس وژل شوي وو.  

 ملي دفاع وزارت او  د غزني ولايت  مطبوعاتي دفتر ويلي چې دغه ولسوالۍ امنيتي ځواکونو نن سهار ٩بجې نيولې ده .

 د يادې ولسوالۍ د قلعه نو سيمې يوه اوسېدونکي نهضت الله وويل چې نن سهار د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه پيل شوه چې امنيتي ځواکونو ٩بجې د ولسوالۍ ودانۍ ونيوله .

 د نوموړي په خبره، اوس غرمهال مهال هم د ولسوالۍ د ودانۍ په شاوخوا سيمو کې د دواړو لور ترمنځ جګړه روانه ده .

 د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وايي چې د ولسوالۍ له مرکز سره په نږدې سيمو کې تصفيوي عمليات پيل شوي دي.

د هغه په خبره، چې تراوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه شته .

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.