Language

کمېسيون: بلخ کې د تېرو ټاکنو پر مهال د پښتنو، ازبکو او ترکمنو ٣٠ مرکزونه قصدي تړل شوي وو

مزارشريف ( پژواک، ۱۸غبرګولی، ۹۸) : د ولسي جرګې له ټاکنو شاوخوا نهه مياشتې وروسته د بلخ ټاکنو کمېسيون ومنله، چې دغه ولايت کې د تېرو ټاکنو پر مهال د پښتنو، ازبکو او ترکمن قومونو په سيمو کې شاوخوا ۳۰ مرکزونه په قصدي ډول تړل شوي وو، چې له امله يې سلګونه کسان له رايې  ورکولو څخه محروم شوي دي.

د بلخ د ټاکنو کمېسيون مشر عزت الله ارمان د غبرګولي په ۱۸مه، مزارشريف ښار کې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د تقويتي نوم ثبتونې پروګرام د پيل په مراسمو کې وويل، چې امنيتي ننګونې د يادې پروسې پر وړاندې تر ټولو جدي ستونزې دي.

هغه زياته کړه، بلخ ولايت کې به د دوه اوونيو لپاره شاوخوا ۲۳ ټاکنيز مرکزونه پرانيستي وي، چې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د خلکو تقويتي نوم ثبتونه کوي.

ارمان وايي، له دې ډلې ۱۰ مرکزونه په مزاشريف ښار او ۱۳ مرکزونه به په ولسواليو کې پرانيستي وي.

هغه زياتوي، په دغه بهير کې به هغه کسان نوم ثبتوي، چې نوي اتلس کلن شوي وي او يا هم له بهرنيو هېوادونو څخه خپل وطن ته راستانه شوي وي.

د ارمان په خبره، همدا راز هغو کسان هم کولای شي، چې نومونه ثبت کړي، چې په تېرو ټاکنو کې   په دې کار نه وو توانېدلي.

د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس د دغه ولايت په چمتال، چهاربولک، بلخ، دولت اباد او کشندې ولسواليو کې شته امنيتي ستونزې د ټاکنو بهير پر وړاندې تر ټولو لويې ستونزې يادې کړې.

هغه وويل: (( لا هم زموږ د زارع ولسوالۍ لپاره ټاکنيز مواد نه دي ور رسېدلي، هلته امنيتي ستونزې شته، د دې تر څنګ څو نورو ولسواليو کې هم مشکلات زيات دي)).

ارمان که څه هم د چا نوم نه اخلي خو ويې ويل، چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې د پښتنو، ازبکو او ترکمنو قومونو په سيمو کې شاوخوا ۳۰ ټاکنيز مرکزونه په قصدي ډول تړل شوي وو، چې په وينا يې له دې امله سلګونه کسان له رايې ورکولو څخه محروم شول.

هغه زياته کړه، که امنيتي ارګانونه لاس په کار نه شي؛ نو تېرې تجربې به بيا هم تکرار شي.

د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس وويل، چې امنيتي مسوولينو سره متعددې ناستې لري او هغوی ورته د امنيت د ټينګښت برخه کې ډاډ ورکړی دی.

په ورته وخت کې د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد هم پژواک ته وويل، چې امنيتي مسوولين بايد د بلخ د ناامنه سيمو د تصفيه کولو لپاره لاس په کار شي.

login or register a new account.