Language

فراه کې یوه کس د خپلې او ګاونډې کورنۍ ۱۱کسان وژلي

 

فراه (پژواک، ۲۰غبرګولی ۹۸): یوه کس د فراه په خاک سفید ولسوالۍ کې د خپلې او ګاونډ کورنۍ ۱۱ کسان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

د فراه د خاک سفېد ولسوال حاجي جمعه پژواک خبري اژانس ته وویل چې ملا علي د دې ولسوالۍ د رنګین اباد کلي اوسېدونکي تېره ورځ لومړی د خپلې کورنۍ اته غړي د کلاشینکوف پر ډزو وژلي او بیا د ګاونډي کور ته دننه شوی، د خپل ګاونډ کور درې غړي یې هم وژلي او د یادې کورنۍ شپږ نور غړي یې ټپیان کړي دي.

د ولسوال په وینا، په وژل شوو کې درې مېرمنې، درې ماشومان او درې د ډېر عمر کسان شامل دي او د پېښې د ټپیانو د هويت په اړه يې څه ونه ویل.

نوموړي زیاته کړه چې تر اوسه د دې پېښې لامل په ډاګه شوی نه دی.

د خاک سفېد ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي غلام دا پېښه تایید کړه او د جزئیاتو له ورکولو پرته یې وویل چې دولت په خاک سفېد ولسوالۍ واک نه لري؛ خو طالبانو ملا علي نیولی دی.

طالبان هم د ملا علي خبري تاییدوي او وایي چې دا قضیه يې خپلې اړوند محکمې ته ارجاع کړې ده.

login or register a new account.

Related Topics