Language

په کابل ښار کې د ملي دفاع وزارت يو افسر ووژل شو

 

 کابل (پژواک،۲۰ غبرګولى ۹۸): پوليس وايي چې ناپېژاندو وسله والو نن سهار په کابل ښار کې د ملي دفاع وزارت يو افسر وژلى دى.

 د ١٠١اسمايي زون وياند فردوس فرامرز پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار د پنځمې امنيتي حوزې په اړوند ساحه کې رامنځته شوې ده .

هغه زياته کړه چې وژل شوى کس اکبر نومېده او نظامي رتبه يې جګړن وه .

د نوموړي په خبره چې تراوسه ددغې وژنې انګيزه نه ده معلومه، خو په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.

login or register a new account.