Language

افغانستان او پاکستان د عمل د پلان بېلابېلې برخې و ارزولې

کابل (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٨): د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د ارزونې غونډې په بېلابېلو برخو کې د اړيکو پر پراختيا خبرې وکړې.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د وري په ٢١مه پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د ارزونې غونډه په اسلام اباد کې جوړه شوه.

سرچينې زياته کړې چې په ناسته کې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو د مرستيالانو په ګډون د دغه پلان اړوند د پنځه ګونو کمېتو رييسانو هم ګډون کړی و.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د تېر کال د ناستو پر مهال د شوو پرېکړو او هوکړو  ارزونه وشوه او دواړو لورو ژمنه وکړه چې په عملي کولو کې به يې اقدامات کوي.

دغه راز په دې ناسته کې  دواړو لورو پر هغو مواردو هم بحث وکړ چې په راتلونکي کې بايد پرې کار وشي.

بلخوا په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو لورو پنځه ګونو کمېټو مشران لومړی د ياد سند د تطبیق په اړه هغه اجراات تر ارزونې لاندې ونيول چې له تېرې ناستې راهيسې ترسره شوي دي.

سرچينې زياته کړې، وروسته بیا د اړوندو پروژو او پروګرامونو پر وړاندې شته ستونزې تر بحث لاندې ونیول شوې او دواړه خواوې په دې سلا شوې چې يادو ستونزو ته باید پر وخت رسېدنه وشي.
همدارنګه، د ناستې ګډونوالو هغه موارد هم تر بحث لاندې ونیول چې په راتلونکي کې د یاد سند د پلي کېدو لپاره اړین ګڼل کېږي.

د یادې ناستې په پای کې چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د سیاسي معینانو په کچه ترسره شوه، د پنځه ګونو کمېټو رییسانو جلا ناستې هم درلودې چې په ترڅ کې د علاقې وړ موضوګانو باندې د کتبي اسنادو او وړاندیزونو په وړاندې کولو سره مفصلې خبرې اترې وشوې.

په ياده ناسته کې پرېکړه وشوه چې بله دا ډول ناسته به د روان زېږديز کال په ډسمبر کې وشي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.