غزني ښار (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٨): د غزني په مقر ولسوالۍ کې د تېلو يو ټانکر اور اخيستى چې له امله يې دوه کسان مړه شوي او ١٣ نور ټپيان شوي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غبرګولي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تېلو يو ټانکر چپه شوى او بيا يې اور اخيستى دى.
هغه وايي چې په دې پېښه کې ١٣ کسان ټپيان شوي دي.
خو د غزني د عامې روغتيا رييس ظاهر شاه نېکمل پژواک ته وويل چې له دې پېښې دوه جسدونه او ١٣ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ټپيانو کې د دوو کسانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.
همدارنګه د سيمې يوه اوسېدونکي حبيب الله پژواک ته وويل چې دغه ټانکر کندهار ته پر لاره و چې له سړکه ووت او چپه شو.
د هغه په وينا، ټانکر له چپه کېدو سره سم اور واخيستی چې يو شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله هم واړوله.
د يادونې ده، ډېرى مهال دغه شان پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطې او يا هم د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن