ښرنه (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٨): د پکتيکا روغتيايي مسوولين وايي چې په تېره يوه مياشت کې په دغه ولايت کې شاوخوا شپږ سوه کسان لېوني سپيانو داړلي دي.
د یادې موضوع په اړه د غبرګولي په ٢١مه د پکتيکا د مرکزي روغتون مشر ډاکتر چنار صديقي پژواک خپري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د لېوني سپيانو له خوا د داړلو پېښې ډېرې شوې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تېره يوه مياشت کې د مرکز ښرنې په بېلابېلو سيمو او ولسواليو کې شپږ سوه کسان لېوني سپيانو داړلي دي.
دى وايي: ((يواځې پرون دلته او د اورګون روغتون ته اتيا کسانو مراجعه کړې چې سپيو داړلي وو.))
ډاکتر چنار صديقي زياتوي چې په دې برخه کې تر اوسه د مړه کېدو پېښه نه لري خو وايي که چېرې په وخت ورته واکسين ونه شي نو امکان لري چې ځيني کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي.
دغه راز په مرکز ښرنه کې يوه قومي مشر حاجي سيدالله هم پژواک ته وويل چې هره ورځ لېوني سپي خلک داړي.
ده وويل: ((مسوولين يې د مخنيوي لپاره هېڅ هم نه لري، خلک يې سخت په مشکل کې کړي، بايد مخه يې ونيول شي.))
دغه راز د ښرنې بل اوسېدونکي نور خان پژواک ته وويل چې دوه ورځې وړاندې يې د يوه ملګري دوه وروڼه سپيانو داړلي دي چې دا مهال په روغتون کې دي.
هغه زياته کړه: ((په کورونو، کليو او ښار کې د لېوني سپيانو شمېر بېخي ډېر شوى دى، خلکو ته يې سخت تشويش پيدا کړى او هره ورځ خلک هم خوري.))
يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او د دې ستونزې د حل غوښتنه يې وکړه.
بل لور ته په دغه ولايت کې د روغتيايي درملو د ملاتړ ادارې مشر ډاکتر عبدالسلام باورزي پژواک ته وويل چې د ښرنې په ګډون په ولسواليو کې هم دوى روغتونو له ټاکلي حد څخه ډېر واکسينونه ورکړي دي.
دى وايي: ((که څه هم دغه کار زموږ مسووليت نه دى، خو د خلکو د غوښتنو په اساس مو روغتونونو ته ډېر واکسينونه ورکړي څو هغه کسان چې سپيان یې داړي، واکسين ورته وکړي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP