ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکو د زابل د دایچوپان د سقوط راپور رد کړ

چارواکو د زابل د دایچوپان د سقوط راپور رد کړ

author avatar
11 Jun 2019 - 17:18
چارواکو د زابل د دایچوپان د سقوط راپور رد کړ
author avatar
11 Jun 2019 - 17:18

کلات (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٨): چارواکي د زابل د دايچوپان ولسوالۍ د سقوط راپورونه ردوي، خو په جګړه کې دواړو لورو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وایي، تېره شپه وسله والو د ولسوالۍ پر امنیتي پوستو برید وکړ چي وروسته هلته هوایې ځواک پر وسله والو طالبانو هوایي بریدونه کړي دي .

هغه د غبرګولي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د بریدونو په پایله کې وسله وال ته د سر دروند زیان اوښتی او دغه ډله بېرته شا تګ ته اړه شوې ده .

خو د دايچوپان ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دې نښته کې لږ تر لږه لس پولیس وژل شوي او يوه بوسته سقوط شوې ده.

د سرچېنې په وينا، وروسته هوايي بمبار شوى چې په کې د دوو مهمو قوماندانانو په ګډون ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي دفاع وزارت هم وايي چې په دايچوپان ولسوالۍ کې يې د وسله والو مخالفينو بريدونه پر شا تمبولي او ورته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچينې منلې ده چې په دې جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يو بل خبر له مخې، تېره ورځ ناوخته د دغه ولايت په  شهر صفا ولسوالۍ کې يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې، خو مرګ ژوبله يې نه لرله.

بلخوا وسله وال طالبان ادعا کوي چي د دايچوپان ولسوالۍ مرکز يې نیولي دي او ګڼ شمېر سرتېرو ته مرګ ژبله اړولې ده.

دغه راز دوى وايي چې په شهر صفا ولسوالۍ کې يې چورلکې غورځولې او په کې ناست کسان يې وژلي دي.

په سیمه کې مخابراتي شبکې کار نه کوي؛ ځکه نو په خپلواک توګه د دغه راپور پخلی ګران دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.