مزاشريف (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۸): په مزارشريف کې د چاپېريال ساتنې د اهميت او ګټو په اړه د عکسونو نندارتون جوړ شو.
دغه نندارتون د غبرګولي په ۲۲مه په بلخ کې د ميديوتيک رسنيز مرکز له خوا د مزار ښاروالۍ په همغږۍ جوړ شوی و چې لسګونه عکسونه نندارې ته په کې وړاندې شول.
د ميديوتيک رسنيز مرکز مسوولين وايي چې له دغه کاره یې موخه دا ده څو خلک د ښه چاپېريال د رامنځته کولو پر اهميت پوه کړي.
په بلخ کې د ميديوتيک رسنيز مرکز د رسنيو برخې مسوول شفيع رحيمي پژواک ته وويل چې ناسم چاپېريال او ککړې هوا د انسانانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی چې په وينا يې بايد مخه يې ونيول شي.
نوموړي زياته کړه، هر کال چې په افغانستان او نړۍ کې د ککړې هوا له امله څومره خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ په جګړو کې هم دومره کسان نه وژل کېږي.
هغه وايي چې د چاپېريال ساتنې د اهميت او ګټو په اړه بايد خلکو ته عامه پوهای وشي څو د هوا د لا نورې ککړتيا مخه ونيول شي.
رحيمي زياته کړه چې په همدې موخه يې نن په مزارشريف کې د هغو عکسونو نندارتون جوړ کړی چې هم په کې د ښه چاپېريال ګټې او هم په کې د خراب چاپېريال زيانونه انځور شوي دي.
د رحيمي په خبره، له ککړ چاپېريال سره مبارزه يواځې د دولتونو او حکومتونو دنده نه ده؛ بلکې په دې برخه کې تر ټولو ډېر مسووليت عام خلک لري چې بايد ترسره يې کړي.
د هغه په وينا چې د ټولنې هر وګړی باید لږ تر لږه يو نيالګی په خپل کور، ځمکه او کوڅه کې کېنوي او په دې ډول د ککړې هوا د مخنيوي برخه کې خپل مسووليت ادا کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن