کندوز ښار (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٨): د کندوز په امام ولسوالۍ کې پر يوې پوستې د هوايي بريد له امله څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
په کندوز کې يوي باوري حکومتي سرچينې د غبرګولي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه کومانډو ځواکونو د امام صاحب ولسوالۍ په اسماعيل کلي کې د ځمکې او هوا له لارې چاپه وهلې ده.
هغه وايي: ((دلته د ملي اردو يوه پوسته هم وه چې بمبار پرې شوى دى او په کې څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.))
د سرچينې په وينا، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه بريد افغان او که بهرنيو ځواکونو ترسره کړى دى.
دغه راز د اسماعيل کلي اوسېدونکي محمد نعيم پژواک ته وويل چې تېره شپه په دغه کلي کې سخته جګړه شوې ده.
دى هم وايي: ((دلته د ملي اردو پر يوې پوستې هوايي بريد شوى، خو امنيتي ځواکونو چا ته اجازه ورکوي چې پوستې ته نږدې شي او په دې پوسته کې لس تنه وو، زه فکر ټول وژل شوي دي.))
بل لور ته د امام صاحب ولسوال محبوب سعيدي ياده پېښه پژواک ته تاييد کړه خو ويې ويل: ((دغه پېښه تر څېړنو لاندې ده، نه غواړم په دې اړه اوس جزئيات وړاندې کړم.))
بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې بهرنيو ځواکونو په امام صاحب ولسوالۍ کې پر افغان سرتېرو هوايي بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د ټولي د قوماندان په ګډون ١٥ سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور تښتېدلي دي.
بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.