Language

ولايتي شورا: ماليې وزارت د پکتيا په مستوفيت کې ناقانونه ګومارنې کوي

ګردېز (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٨): د پکتيا ولايتي شورا او د دغه ولايت ځينو اوسېدونکو په یو خبري کنفرانس کې پر ماليې وزارت نيوکه کړې چې د دغه ولايت په مستوفيت کې د غير قانوني ګومارنو هڅه کوي.

دوی وايي، دا ډول ګومارنې ورته د منلو نه دي او له دې لارې ګومارل شوو کسانو ته به د دندې ترسره کولو اجازه ورنه کړي.

د ولايتي شورا مشر عبدالمالک ځاځی وايي، په ماليې وزارت کې يوه مشخصه کړۍ هڅه کوي په مهمو عايداتي ادارو کې د خپلې خوښې کسان وګوماري.

ځاځي پرته له دې چې د چا نوم واخلي، وويل، يادې کړۍ هلې ځلې پيل کړې چې د اداري اصلاحاتو کمېسيون له خوا د پکتيا ګومارل شوی مستوفي په ناقانوني ډول لرې او پر ځای يې بل څوک وګوماري.

ده وويل: ((په وزارتِ ماليه کې يوه کړۍ خلک دي چې د خپلو ګټو او شخصي موخو لپاره کار کوي او د خپلو روابطو له مخې ځينې خلک په وظيفو مقرروي چې شايد هېڅ تجربه هم ونه لري او نه په کار پوهيږي، خو ګټې يې سره شريکې وي. د پکتيا مستوفيت او د دې ادارې ځينو نورو بستونو باندې هم د خپلو کسانو د مقررولو کوشـشونه کوي، خو موږ ته هېڅکله د منلو نه دي.))

د ولايتي شورا غړی محمد رحمن قادري نيوکه کوي چې د هېواد له ټولو مستوفيانو ازموينه اخيستل شوې، خو هغه لس تنه مستوفيان بېلابېلو ولايتونو کې فوق العاده ګومارل شوي چې په خبره يې د زورواکو ملاتړ ورسره دی.

قادري وايي، د اصولو له مخې يو مستوفي بايد له پنځو کلونو په کمه موده کې له خپلې دندې تبديل نه شي، خو په خبره يې د پکتيا مستوفي شاوخوا دوه کاله وړاندې په دې ولايت کې دنده پيل کړې او تر ډېره بريالی دی.

نوموړي زياته کړه: ((که زموږ غوښتنې ته مثبت ځواب رانه کړل شي او غږ ته مو لبيک ونه ويل شي، نو موږ به مستوفيت اداره بنده کړو، بيا هر چېرته چې دولت د ځان لپاره مستوفي مقرراوه، هلته دې اداره هم ورته جوړه کړي او که د خلکو لپاره وي، نو پکتياوالو په خوښه به داسې څوک راځي چې هغه دوی ته ښه خدمات وړاندې کړي.))

قومي مشر همېشه ګل وايي چې د پکتيا ډېری ادارو کې نوي ګومارل کېدونکي کسان بې تجربې وي او دغه ولايت ته يواځې د کار زده کولو لپاره رالېږل کېږي.

دى زياتوي، د هر هغه چا پر وړاندې به ودرېږي چې له ناسمې لارې مقرريږي او يا د ښو کسانو د تبديلي هڅه کوي.

ده وويل: ((که هر څوک موږ ته ښه کار وکړي، موږ يې نه پريږدو چې بدل شي، هغه که ښاروال وي، که والي، قومندان او يا بل څوک؛ ولې که څوک کار ونه کړي، موږ به يې پر ضد مظاهرې وکړو او غږ به پورته کړو.))

د پکتيا د ځوانانو امر نقيب الله احساس وايي چې د پکتيا د برحال مستوفي عظيم خان احمدزي د ماموريت په شاوخوا دوه کلنه موده کې په دې اداره کې کافي اصلاحات راغلي او د تېر په پرتله عوايد هم زيات شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics