ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: له امریکا سره مو د سولې خبرو په تړاو همغږي ډېره شوې ده

ولسمشر غني: له امریکا سره مو د سولې خبرو په تړاو همغږي ډېره شوې ده

author avatar
12 Jun 2019 - 17:10
ولسمشر غني: له امریکا سره مو د سولې خبرو په تړاو همغږي ډېره شوې ده
author avatar
12 Jun 2019 - 17:10

کابل (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٨): ولسمشر غني له خليلزاد سره په کتنه کې پر دې سربېره چې د سولې په اړه خبرو کې د افغانستان د حکومت او امريکا ترمنځ د همغږۍ زياتېدو خبره کوي، وايي چې نړیواله ټولنه د روښانه لارې نقشې له موجودیت پرته د افغانستان د پرېښودو اراده نه لري.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل.

سرچينه کاږي چې په دې کتنه کې چې په دلګشا ماڼۍ کې ترسره شوه، یو شمېر سیاستوالو او د سیاسي ګوندونو استازو، علماوو، د مدني ټولنې غړو، ځوانانو، ښځو، د خصوصي سکتور استازو، په ملي شورا کې د خلکو استازو او ځینو دولتي لوړپورو چارواکو حضور درلود.

خليلزاد د غبرګولي له ١٢مې راپه دېخوا د افغان سولې په تړاو د افغانستان په ګډون له بېلابېلو هېوادونو (پاکستان، بلجيم، جرمني، قطر او عربي متحده ايالات) څخه د کتنې لپاره خپل اووم دوه اونيز سفر پيل کړى دى.

سرچينه زياتوي، ولسمشر غني ډاکتر خلیلزاد ته د ښه راغلاست او د هغه له هڅو د مننې کولو تر څنګ وویل، د سولې مشورتي لویې جرګې حکومت ته د لارې نقشه وړاندې کړې چې ګام په ګام عملي کېږي.

هغه همداراز زیاته کړه، د سولې خبرو په برخه کې د افغانستان حکومت او د امریکا متحده ایالتونو همغږي زیاته شوې او په اساسي او دوامداره توګه متقابله اطلاع رسونه وجود لريِ.

ده دغه راز څرګنده کړه، په نړیواله کچه هم د دایمي سولې، باثبات او امن افغانستان لپاره مثبته فضا رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وينا، د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان حکومت، د امریکا متحدو ایالتونو او اروپایي ټولنې ترمنځ رغنده بحثونه دوام لري او المان هېواد به د مهم اسانچاري رول ولري.

هغه څرګنده کړه، د افغانستان حکومت د سیمه ییزې اجماع رامنځته کېدو په موخه عملي پروګرامونه لري چې له تطبیق سره یې سیمه ییزه اجماع پیاوړې کېږي.

غني وویل: "زموږ ګډه موخه سولې ته رسېدل او د تاوتریخوالو ختمول دي او یواځې په واقعبینانه او منسجم حرکت سره دې موخې ته رسېدلی شو."

هغه زیاته کړه، د ټاکنو ترسره کېدل حتمي دي؛ ځکه له ټاکنو پرته د ولس اراده نه شي تمثیلېدلی.

وروسته د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد د ولسمشر له رهبرۍ مننه وکړه او ويې ویل، د افغانستان سولې په اړه بین المللي اجماع رامنځته شوې، له همدې امله اړتیا ده چې د سیمې په کچه هم اجماع رامنځته شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.