تالقان (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٨): د تخار حکومتي مسوولين وايي چې په خواجه غار ولسوالۍ کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان دي، خو طالبان بيا ادعا کوي چې دغه ولسوالۍ يې نيولې ده.
د تخار د والي وياند جواد هجري د غبرګولي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو له څو لورو د خواجه غار ولسوالۍ پر مرکز ډله ييز بريدونه وکړل.
دى وايي چې افغان او بهرنيو ځواکونو هم د ځمکې او هوا له لارې پر طالبانو ځوابي بريدونه پيل کړل چې په پايله يې ١٥ طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.
هجري زياتوي چې د طالبانو بريدونه پر شا تمبول شوي او دا مهال سيمه د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې ده.
خو د سيمې يوه اوسېدونکي اکرام الله پژواک ته وويل چې د ولسوالۍ مرکز د شپې له يوې د سهار تر نهه بجو پورې د طالبانو په کنټرول کې و.
نوموړى زياتوي چې اوس هم (له غرمې مخکې لس بجې) جګړه د ښار په څنډو کې روانه ده او دواړه لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ په بشپړ ډول نيولې ده چې په ترڅ کې یې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
هغه وايي چې په دې اړه په نور جزئيات وروسته له رسنيو سره شريک کړي.
د يادونې ده، شاوخوا درې کاله وړاندې وسله والو طالبانو د درېيو ورځو لپاره د خواجه غار ولسوالۍ نيولې وه چې بيا بېرته امنيتي ځواکونو ترې ونيوه.
login or register a new account.