Language

پکتيا کې يو قومي مشر ووژل شو

ګردېز(پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٨): د پکتيا ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله يو قومي مشر لالا جان و وژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.

 د پکتيا د امنيې قوماندان مسوولين وايي چې نوموړی نن سهار د يادې ولسوالۍ په شهر نو بازار کې  د ماين چاودنې له امله وژل شوی دی.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم پژواک ته وويل، لالا جان هغه وخت ووژل شو چې په موټر پسې يې نښلول شوي ماين چاودنه وکړه.

تبسم وايي چې په چاودنه کې دوه نور ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه:((لالا جان د پټان ولسوالي اوسېدونکی او قومي مشر و چې متاسفانه نن په شهر نو کې د ده په موټر پسې د چسپکي ماين په چاودنه کې ووژل شو. په چاودنه کې دوه تنه نور ملکيان هم ټپيان شوي خو د هغوی حالت اوس ښه دی.))

د څمکنيو ولسوالي اوسېدونکی حاجي مامور وايي چې لالا جان قومي مخور و او څو کاله وړاندې يې د ماين پاکۍ په يوه موسـسه کې دنده هم درلوده.

دی وايي: ((لالا جان د ډنډپټان د څپري اوسېدونکی و، اوس وخت کې يې خپل کاروبار او غريبي کوله، بېچاره مړ شوی دی.))

ياده دې وي چې په دې وروستيو کې په ګردېز او د پکتيا په ځينو نورو سيمو کې هدفي وژنې زياتې شوې چې خلک يې ډېر اندېښمن کړي دي.

login or register a new account.