مزارشريف (پژواک، ۲۶غبرګولی ۹۸): د بلخ ديني عالمان وايي، د حکومت او يو شمېر سياسي جريانونو تر منځ د ملي مسايلو په اړه اختلافات د افغان ولس په زيان دي.
دوی چې د غبرګولي په ۲۶مه، د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د حضرت علي(رض) په روضه کې راټول شوي وو، له طالبانو يې غوښتنه وکړه چې له جګړې لاس واخلي.
ديني عالم مولوي رحمت الله بزرګ پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، په دې وروستيو کې د حکومت او سياسي ګوندونو تر منځ راغلي جنجالونه د ولس په ګټه نه دي چې په وينا يې، دوى بايد له دا ډول ناندريو لاس واخلي.
ده زياته کړه، د واک پر سر د سياستوالو او حکومت تر منځ رامنځته شوی کړکېچ به هېواد له بحران سره مخامخ کړي او هم له يادو مخالفتونو يواځې د افغانستان دښمنانو ته ګټه رسېږي.
دی پر ټولو افغانانو غږ کوي چې خپلمنځي ستونزې دې خپلو کې د خبرو له لارې حل کړي.
نوموړي همدا راز په هېواد کې د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ روانه جګړه بې معنا وبلله او له طالبانو يې وغوښتل چې د جګړې پر ځای د خبرو مېز ته سره کېني.
ديني عالم سيد محسن حسيني پژواک ته وويل چې د دوى د راټولېدو موخه په هېواد کې له طالبانو سره د سولې خبرې دي چې بايد يوې پايلې ته ورسېږي.
نوموړی زياتوي، د حکومت او طالبانو تر منځ جګړه د هيچا په ګټه نه ده او دوى د سولې غوښتونکي دي چې په وينا يې، افغانان له جګړې ستړي شوي دي.
دی وايي، په دولتي ادارو کې د حکومت له خوا د کنټرول نه شتون، بله هغه اندېښنه ده چې په خبره يې د فساد ډېرېدو لامل شوې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP