ګردېز(پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٨): د پکتيا ولايتي شورا ځينې غړي او د ګردېز اوسېدونکي په وروستيو کې د هدفي وژنو پر ډېرېدو اندېښمن دي او له مسوولو چارواکو غواړي چې د مخنيوي لپاره يې کوټلي ګامونه پورته کړي.
دوی وايي چې په وروستيو شاوخوا دوو اوونيو کې د ښار په بېلابېلو سيمو کې څو دولتي کارکوونکي او عام کسان وژل شوي او ځيني په لويو لارو کې لوټل شوي هم دي.
د اړوندې موضوع په اړه د ګردېز ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکی بهايي جان نايب خېل وايي چې درې ورځې وړاندې وسله والو کسانو په رڼا ورځ د ښار د منځ په ارجال خېلو سړک سيمه کې دوه تنه پر ډزو ووژل.
نايب خېل پژواک ته وويل چې له ورته څو پېښو وروسته دوی ډېر اندښمن شوي او هېڅوک په ښار کې د خونديتوب احساس نه کوي.
دی وايي: ((امنيتي حالت ډېر خراب دی، په ښار کې ترور، وژنې کېږي او غلاوې کېږي، خو حکومت هېڅ توجه نه کوي.))
دغه راز د ګردېز ښار د بلند منزلو ښارګوټي اوسېدونکی رياض ضمير وايي چې له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د لومړۍ ناحيې اړوند سيمه کې نامعلوم کسان په خېمو مېشت شوي چې ژبه يې هم بدله ده او د دوی له راتلو سره نا امنۍ، غلاوې او هدفي وژنې زياتې شوې دي.
ضمير وويل چې د دې خېمه والو په اړه بېلابېلې ګونګوسې دي او ډېری خلک په دې نظر دي چې په يادو کسانو کې روزل شوي وژونکي او پردي استخباراتي کسان شته دي.
ده زياته کړه: ((په تېرو څو ورځو کې ډېرې هدفي وژنې وشوې، پوليس، ترافيک او جنايي کارمندان وېشتل شوي، که دغسې حالت وي، دلته ژوند ډېر سختيږي؛ دا پېښې له يوې اونۍ، بلې ته زياتيږي. له امنيتي مسولينو غواړو چې د دې وژنو مخه ونيسي او هېڅ شکمن، په هېڅ جامه کې پرې نه ږدي.))
همدارنګه د پکتيا ولايتي شورا غړی ممتاز کرخېل کفشي او استخباراتي ارګانونه په ناغيړي تورنوي او وايي چې دا ادارې بايد د هدفي او جنايي پېښو د مخنيوي او د شويو پېښو د عاملينو په پيدا کولو کې جدي عمل وکړي.
کرخېل پژواک وويل: ((په مرکز کې خلک قتلېږي، عام خلک او قومي مشران وژل کيږي، خو تر اوسه پورې دولت د دې په مخنيوي کې پاتې راغلی چې ولې وژل شوي؟ او مسوليت د چا و؟ له دولت نه مو دا غوښتنه ده چې مسوول چارواکي راکش کړي چې ولې د خپلې سيمې او ښار ساتنه نشي کولای.))
يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له مسوولو چارواکو يې د مخنيوي غوښتنه وکړه.
بل لور ته د پکتيا امنيه قوماندان سمونوال محمد عثمان جانباز مني چې په ښار کې امنيتي ستونزې او وژنې زياتې شوې، خو وايي چې د حالت د ښه والي لپاره يې ځينې امنيتي پلانونه جوړ کړي دي.
login or register a new account.