مزارشريف (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٨): په بلخ ولايت کې د اته میلیونه ډالرو په لګښت د چرګانو لپاره د دانې او د غوړيو د توليد دوه فابريکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني بلخ ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د چرګانو د دانې او بله د غوړیو تولیدي فابریکې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د کرنې وزارت وايي، دغه فابریکې د مفید ګروپ صنعتي شرکت له خوا د اته میلیونه ډالرو په پانګونې سره جوړې شوې دي.
سرچينې زياته کړې، د چرګانو د دانې د تولید فابریکه په ورځني ډول ۲۴۰ ټنه دانه او د غوړیو د تولید فابریکه په ورځ کې ۲۵۰ ټنه د سویابینو، جوارو، زغر او کنجدو غوړي تولیدوي.
په هغې غونډه کې چې د دغو فابریکو د پرانیستې په موخه جوړه شوې وه، د بلخ ولایت د چرګانو روزنې اتحادیې مشر بصیر سویدا د کرنې وزارت له خوا د خصوصي سکټور د حمایتي طرحې له پلي کېدو مننه وکړه او وې ویل چې په بلخ ولایت کې د چرګانو ۶۲۴ فارمونه شتون لري چې د چرګانو د خوراکي توکو د تولید، د چرګوړو تولید او د غوښې او هګیو چرګانو د پالنې په برخه کې فعالیت کوي.
ده زياته کړه چې له بهره د زړو چرګانو پر وارداتو محدودیت د دې لامل شوی چې دننه په هېواد کې یاد صنعت وده کړي.
هغه همداراز وویل چې د بلخ د چرګانو روزنې فارمونه او د هېواد د نورو ولایتونو د چرګانو روزنې فارمونه زموږ د هېواد کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.
سويدا زیاته کړه، په دې برخه کې چې کومې زمینې او اسانتیاوې برابرې شوې او هغه طرحې چې پلې شوې دي، د چرګانو روزنې سکټور د ودې لامل شوې دي.
په ورته وخت کې د کرنې وزیر نصيراحمد دراني بلخ ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د اوړو له تولیدي فابریکو هم لیدنه وکړه. دغه فابریکې په ۲۴ ساعتونو کې د اووه زره مټریک ټنه اوړو د تولید وړتیا لري.
دغه راز د کرنې وزير په دغه ولايت کې د چرګانو روزنې یو ۲۰زره قطعه يي فارم هم ګټې اخیستنې ته وسپاره.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP