ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محب: له ترهګرۍ سره مبارزه زموږ د کارونو په لومړیتوب کې ده

محب: له ترهګرۍ سره مبارزه زموږ د کارونو په لومړیتوب کې ده

author avatar
18 Jun 2019 - 17:26
محب: له ترهګرۍ سره مبارزه زموږ د کارونو په لومړیتوب کې ده
author avatar
18 Jun 2019 - 17:26

کابل (پژواک، ٢٨ غبرګولى ٩٨): د ملي امنيت سلاکار وايي، سره له دې چې په افغانستان کې هره ورځ لږ تر لږه پنځوس تنه له ترهګرۍ سره مبارزه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو له ترهګرۍ سره مبارزه د دوى د کارونو په لومړیتوب کې ده.

د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، نن مخکې له غرمې د اوفا په لسم امنیتي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

د نړۍ د هېوادونو د امنيتي چارو د لوړپوړو استازو نړيوال دوه ورځنى کنفرانس نن د روسيې په سوېل کې په اوفا ښار کې چې د باشقيرستان جمهوريت پلازمېنه ده، پيل شو.

سرچينه زياتوي، د ملي امنیت سلاکار په دې ناسته کې وویل چې افغانستان کې هره ورځ لږ تر لږه پنځوس تنه له ترهګرۍ سره مبارزه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او په دې توګه افغانستان له ترورېزم ضد مبارزې سره د لومړي سنګر حیثیت خپلوي چې له دغې پدیدې سره مبارزه باید زموږ د کارونو په لومړیتوب کې وي.

 ده زیاته کړه، ترهګر او د نشه یي توکو قاچاقبران د یوې سیکې دوه مخه دي. تاریاک د ترهګرو د عوایدو اصلي سرچینه ده، چې هر کال ورته میلیاردونه ډالر پیدا کوي او له دې پديدې سره د مبارزې لپاره عمل، همغږۍ او یووالي ته اړتیا ده.

د هغه په وينا، له مالي جرایمو سره مبارزه زموږ د هېوادونو د ملي امنیت لپاره خورا کلیدي ارزښت لري. د تورو پیسو د سپینولو، د حوالو له غیر راجسټر شويو سیسټمونو څخه د پیسو تر لاسه کېدو او له نظارت پرته د خیرات په نوم سیمه کې د ترهګرو لپاره د مالي سپما ټولولو پر ضد کلکه مبارزه حتمي ده.

 ملي امنیت سلاکار څرګنده کړه، بل مهم د پام وړ ټکی سرحدي همکاري ده. زموږ په سیمه کې هره ورځ زرګونه کسان په غیر قانوني توګه له پولو اوړي څو له ترهګرو سره یو ځای، روزنه تر لاسه او زموږ خلک هدف وګرځوي. له دې ترکیبي ګواښونو سره د مقابلې لپاره په همزمانه توګه د معلوماتو شریکول، سرحدي ځواکونه په لازمه ټکنالوجۍ باندې سمبالول او زموږ د سیمې د سرحدونو د نظم لپاره ګډې همکارۍ حیاتي دي.

محب زیاته کړه، سایبري جرمونه د دې جګړې بل مهم عنصر دی چې زموږ هېوادونو ته خطر پېښوي. افغانستان چمتو دی په دې برخه کې دوه اړخیزې همکارۍ او سیمه ییز شراکتونه ولري، څو د هغو مخربو کړیو مخنیوی وکړي، چې له انټرنټ څخه په ناسالمې ګټنې، زموږ په ټولنو کې وېره خپروي‌ او زموږ د پرمختګ مخه نیسي.

له بلې خوا د افغانستان او تاجکستان د ملي امنیت سلاکارانو د همکاریو پر تقویت ټینګار وکړ.

د ملي امنيت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکټر حمدالله محب د ياد شوي کنفرانس په څنډه کې د تاجکستان د ملي امنیت له سلاکار محمدالله وطن زاده سره کتلي دي.

په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د امنیتي، فرهنګي او اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې په پروسې بحث او نظریات تبادله کړل.

د هېواد د ملي امنیت سلاکار د ثبات د تامین په خاطر د ګاونډیو هېوادونو رول ته په اشارې وویل، چې د سولې ټینګښت او سیمه ییزو همکاریو تقویت لپاره یو ائتلاف ته اړتیا ده او تاجکستان کولای شي په دې برخه کې ښه نقش ولوبوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.