Language

د تخار بهارک ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

تالقان (پژواک، ٢٩ غبرګولی ٩٨): د تخار خلک او ولايتي شورا ځيني غړي وايي، د دغه ولايت د بهارک ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده چې د مخنيوي لپاره يې بايد جدي اقدام وشي.

دوى وايي چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په بهارک کې جګړه روانه ده او ډېرې سيمې يې طالبانو نيولې دي.

د اړوندې موضوع په اړه د تخار ولايتي شورا منشي محمد اعظم فضلي د غبرګولي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبان هره ورځ د بهارک ولسوالۍ يو شمېر سيمې تر خپلې لاندې راولي خو د مخنيوي لپاره يې تر اوسه جدي اقدام نه دى شوى.

هغه زياته کړه: ((طالبان هره ورځ د بهارک کلي نيسي خو دلته امنيتي مسوولين يواځې جلسې کوي او کوم مشخص اقدام يې نه دى کړى.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ياده ولسوالۍ کې د پرله پسې جګړو له امله تر اوسه پنځه زره کورنۍ مرکز تالقانو او نورو سيمو ته بېځايه شوې چې مرستو ته سخته اړتيا لري.

بل لور ته د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې له جګړو سخت په تنګ شوي دي.

د بهارک ولسوالۍ د بازار اوسېدونکي نوراحمد په تالقانو ښار کې پژواک ته وويل: ((کلي کې سخته جګړه روانه ده، موږ دلته تالقانو ته راغلي يو، په يو کور کې لس کورنۍ اوسېږو، مشکلات مو ډېر زيات دي.))

همدارنګه د بهارک بل اوسېدونکي عبدل پژواک ته وويل چې د جګړو تر څنګ پاڅونوالو د خلکو کورونه هم چور کړي دي.

هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل خو زياته یې کړه: ((که حکومت د ولسوالۍ د امنيت د تامين توان نه لري، نو طالبانو ته دې تسليم کړي؛ ځکه موږ نور جګړه نه غواړو.))

د بهارک يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې هر څه ژر د دې ولسوالۍ د امنيت د ټينګښت لپاره لاس په کار شي.

بل لور ته په دې اړه د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو په بهارک ولسوالۍ چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

ده وويل: ((زه دا خبره په کلکه ردوم، هلته هېچا چور نه دى کړى، زموږ ځواکونه رسېدلي دي، عمليات روان دي، خو عمليات ځکه ورو مخ ته ځي چې ملکي خلکو ته څه ستونزه پېښه نه شي.))

login or register a new account.