Language

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی

ښرنه (پژواک، ٢٩ غبرګولى ٩٨): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي چې د وسله والو طالبانو د بريد په ترڅ کې د برمل ولسوالۍ امنيه قوماندان وژل شوى او درې ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د غبرګولي په ٢٩مه د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې د برمل ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد ايوب تندر تېره شپه يحيى خېلو ولسوالۍ ته پر لار و چې د طالبانو له بريد سره مخ شوى دى.

سرچينه زياتوي چې په دغه بريد کې قوماندان تندر وژل شوى او درې نور ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، په ياده جګړه کې درې وسله وال طالبان هم وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

همدارنګه د يحيى خېلو ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې قوماندان تندر خپل کور ته پر لار و چې طالبانو پرې بريد کړى او وژل شوى دى.

ده زياته کړه: ((د قوماندان کور په يحيى خېلو کې وغوښتل چې کور ته ولاړ شي نو طالبانو پرې بريد کړى او وژلى يې دى.))

بل لور ته وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت منلى دى.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه په يحيى خېلو ولسوالۍ کې پر قوماندان ايوب تندر بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې قوماندان تندر وژل شوى او د ښايسته خان او قوماندان کاکو په ګډون څلور نور پوليس ټپيان شوي دي.

برمل چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږده پوله لري، د پکتيکا تر ټولو نا امنه سيمه شمېرل کېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.