Language

د کندهار- اروزګان لارې پرانیستلو عملیات دوام لري

کندهار (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۹۸): چارواکي وايي، د کندهار- اروزګان لارې د پرانیستو او خوندیتوب په موخه د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات او پوځي تاسیساتو جوړول دوام لري.

د دې لارې کنټرول له شاوخوا یو کال راهیسې د وسله والو طالبانو په لاس کې دی.

که څه هم دوه میاشتې وړاندې د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان د دغې لارې د پرانیستل کېدو خبر ورکړی و، خو داسې ښکاري چې لا هم دغه لاره د ناامنیو او ماینونو له امله په بشپړه توګه تګ راتګ ته اماده نه ده.

د دغې لارې ۳۸ کیلومتره د کندهار له شمالي ولسوالۍ شاولیکوټ څخه تېرېږي چېرې چې وسله وال مخالفین ډېر فعال دي او دغه لار یې ناامنه کړې ده.

د شاولیکوټ امنیه قوماندان سمونوال پاچا پژواک خبري اژانس ته وویل، اوس مهال د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات د دغې ولسوالۍ په کندلانو، چنار او ماڼو سیمو کې روان دي چې د اروزګان لار ورڅخه تېرېږي.

هغه زیاته کړه، امنیتي ځواکونه د دغې لارې د امنیت ساتلو لپاره چمتو دي او هره ورځ د وسله والو د ځپلو په موخه عملیات کېږي.

دی وايي، په روانه اوونۍ کې په دې ولسوالۍ کې د وسله والو د دوو مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۱ وسله وال وژل شوي دي.

ده وویل، د عملیاتو تر څنګ د لارې په اوږدو کې د لسګونو امنیتي پوستو پر جوړولو کار روان دی څو خلکو ته پر دغه لار د ډاډمن تګ راتګ اسانتیا برابره شي.

بل خوا د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي پژواک ته وویل چې د کندهار د والي حیات الله حیات، د ملي اردو، امنیې قوماندانۍ او د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ د استازو په ګډون یوه پلاوي تېره ورځ دغې ولسوالۍ ته سفر کړی دی.

د کندهار والي حیات الله حیات د دغه سفر پر مهال خبر ورکړ چې ډېر ژر به د کندهار- اروزګان لار پرانیستل شي او ورسره جوخت به یې د جوړولو چارې هم پيل شي چې د ناامنۍ له امله درېدلې دي.

دغه راز هغه د لارې په اوږدو کې د ۳۰ کلیو له استوګنو سره د بېړنیو مرستو خبر هم ورکړی و.

ده هم یادونه کړې چې د لارې د امنیت ساتنې په موخه به د لارې په اوږدو کې نظامي تاسیسات جوړ شي.

login or register a new account.