ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ترکمنستان د سولې بهیر کې همکارۍ ته لېواله دی”

“ترکمنستان د سولې بهیر کې همکارۍ ته لېواله دی”

author avatar
22 Jun 2019 - 19:43
“ترکمنستان د سولې بهیر کې همکارۍ ته لېواله دی”
author avatar
22 Jun 2019 - 19:43

کابل (پژواک د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٨): د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، غواړي د سیمه ییز میکانیزم د یوې برخې په توګه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسه ترسره شي.

د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب نن غرمه د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره عشق اباد کې وکتل او دواړو لوریو پر امنیت او سیمه ییزو همکاریو بحث وکړ.

سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې مرادوف وویل، ترکمنستان د سولې بهیر کې همکارۍ ته لېواله دی او د سیمه ییز میکانیزم د یوې برخې په توګه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې ترسره کېدل غواړي.

د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب بيا ويلي چې افغانستان امنیتي او اقتصادي برخو کې د انکشاف په حال کې دی.

له بلې خوا ډاکټر حمدالله محب له خپل ترکمن سیال ییلیم برېدېف سره هم کتلي دي.

د امنيت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو د اقتصادي او سیمه ییزو پروژو لپاره د مشترکې امنیتي ډلې پر جوړېدو او د سوداګریزو اړیکو په لا زیات تقویت خبرې وکړې.

ډاکټر محب څرګنده کړه، افغانستان کې سوله د سیمې ثبات دی او د سولې لپاره زمونږ تعهد قوي دی.

هغه وویل، زمونږ حل لارې د ګواښونو د مخنیوي او د خپلو خلکو د ساتلو په هدف دي، ځکه خو مو سولې ته د ژمنتیا په خاطر د طالبانو یو شمېر بندیان له زندانونو آزاد کړل.

ملي امنیت سلاکار وویل، د جنایتکاره شبکو بې وسلې کولو او د هغوی د فعالیت مخنیوي لپاره د افغانستان حکومت هڅو خلکو ته امنیتي ډاډ ورکړی دی او هر څوک چې په هر نوم زمونږ خلک وګواښي، دښمن دی او پر وړاندې به یې جدي چلند کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.