Language

قريشي: تلپاتې سوله د افغانستان او پاکستان ګډ هدف دى

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٨) : د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د افغان سولې په تړاو د لاهور پروسې ناستې ته ويلي چې د بې باورۍ فضا رامنځته کول د هيچا په ګټه نه دي.

قريشي دغه څرګندونې د چنګاښ په لومړۍ نېټه، د پاکستان د پنجاب ايالت اړونده په بهوربن سيمه کې د لاهور پروسې تر نامه لاندې بين الافغاني ناسته ته وکړې.

دغه ناسته چې د (سولې او څېړنو لاهور مرکز ) کې جوړ ه شوې، نن سهار تر ٢٠ د زياتو افغان سياستوالو په ګډون سره پيل شوې، خو پخواني ولسمشر حامد کرزي په دغې ناسته کې له ګډون څخه ډډه کړې ده.

د پاکستان د ملي راډيو د راپور له مخې، د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي يو ځل بيا په ډاګه کړې چې هېواد يې په افغان سولې پروسه کې خپل رول لوبولو ته ادامه ورکوي.

هغه زياته کړې، با ثباته افغانستان د ټولو په ګټه دى،د افغانستان له جګړو تر ټولو زيات پاکستان متضرر شوى دى.

قريشي وويل، پاکستان او افغانستان دې خپله خاوره د يوبل پر ضد نه کاروي، تورونه پورې کول د هيچا په ګټه نه دي ، د دواړو هېوادونو ګډو  ګټو ته دښمنانو زيانونه اړولي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي، هيچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د افغانستان او پاکستان د اړيکو په اړه ناباوري پيدا او په دې هکله ناوړه تبليغات وکړي.

د هغه په وينا، د بې باورۍ فضا رامنځته کول د هيچا په ګټه نه ده، تلپاتې سوله او ثبات د افغانستان او پاکستان ګډ هدفونه دي.

قريشي د افغانستان له ټولو سياسيونو مننه وکړه چې د ګډ راتلونکي لپاره دلته سره راټول شوي ، افغانستان او پاکستان د جګړې لويه بيه پرې کړې ده.

نوموړي وويل، چې د افغانستان سولې په تړاو اوس مهال ګڼ شمېر پروسې پيل شوې دي، د دوحې پروسه، د مسکو پروسه، د جرمني پروسه، چين او نور په دې برخه کې هلې ځلې کوي.

د هغه په وينا، ډېر ژر به په مسکو کې د افغانستان، چين، روسيې او ايران يوه ناسته جوړه شي، چې په کې به د افغان سولې په اړه خبرې وشي.

په دغې ناسته کې ګلبدين حکمتيار، عطاء محمد نور، حنيف اتمر، کريم خليلي، انوار الحق احدي، حامد ګيلاني، عبداللطيف پدرام ، محمد محقق ، احمد ولي مسعود، نادري او نورو ګډون کړى دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.