مزاشريف (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۸): په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو له ښوونیز مرکزه ۱۲۰۷ سرتېري فارغ شول چې د مسوولينو په وينا، د ملي اردو په ليکو کې به پر دندو وګومارل شي.
د شاهين قول اردو قوماندان تورن جنرال ولي محمد احمدزي د چنګاښ په ۲مه د دغو سرتېرو په فراغت غونډه تده وويل چې په شمال زون کې د امنيتي وضعيت کابو کولو په موخه یې جدي هڅې پيل کړې دي.
هغه زياته کړه چې دغو سرتېرو د ۱۲ اونيو په موده کې ټول نظامي تعليمات اخيستي او له فراغت وروسته به په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې د ملي اردو په ليکو کې دنده پيل کړي.
نوموړي د شمالي ولايتونو اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې د امنيتي وضعيت کابو کولو لپاره يې جدي هڅې تر لاس لاندې دي.
د شاهين قول اردو قوماندان زياتوي چې دمګړی د شمال زون په بېلابېلو سيمو کې د شاهين ۲۰۶، شاهين ۲۰۷ او شاهين ۱۰۲ پوځي عمليات په برياليتوب سره روان دي.
جنرال احمدزی په يو شمېر شمالي ولايتونو کې روانو جګړو ته په اشارې وويل چې د حکومت وسله وال مخالفين د سولې په روانه پروسه کې د زياتو امتيازاتو اخيستو په موخه جګړو ته زور ورکړی دی.
نوموړی وايي چې د حکومت وسله وال مخالفين هڅه کوي څو په شمال کې د ولايتونو ترمنځ نښلوونکې عمومې لارې او همدا راز سرحدي سيمې نا امنه کړي خو په خبره يې چې امنيتي ځواکونه به يې دغه کار ته پرې نه ږدي.
شمال کې د پوځ دغه مسوول همدا راز وويل چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د امنيت پر خونديتوب بوخت دي او په دې تړاو خلکو ته ډاډ ورکوي چې وضعيت به ښه شي.
هغه له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې له جګړې او وطن ورانونې څخه لاس واخلي او د سولې له پروسې سره يو ځای شي.
نوموړي زياته کړه، چې د شمالي ولايتونو په لسو ولسواليو کې به د سيمه ييزې اردو ځواکونه ځای پر ځای شي، چې په خبره يې مقدماتي چارې يې ښې پر مخ روانې دي.
احمدزي وويل چې افغان ځواکونه له ښو او پرمختللو تجهيزاتو برخمن دي او او زياتوي چې د وروستيو عملياتو له امله يې وسله والو مخالفينو ته درانه تلفات اړولي.
د شاهين قول اردو قوماندان د کوم هېواد له نوم اخيستو پرته وايي چې د افغانستان يو شمېر ګاونډي هېوادونه د دغه هېواد په نا امنيو کې نېغ په نېغه لاس لري.
هغه له افغانانو وغوښتل چې د افغان امنيتي ځواکونو تر شا ودرېږي.
د شاهين قول اردو له تعليمي مرکزه تازه فارغ شوی سرتېري احمد فردين پژواک ته وويل چې چمتو دی څو د هېواد او خلکو ساتنې په موخه د جګړې لومړۍ کرښې ته ولاړ شي.
نوموړی زياتوي چې که وسله وال له جګړې لاس پر سر نشي؛ نو د دوی له خوا به د تېر په څېر وځپل شي.
محمد اسحاق شمال کې د ملي اردو يو منسوب دی چې له تېرو ۱۷ کلونو راهيسې د افغان پوځ په ليکو کې دنده ترسره کوي.
نوموړي پژواک ته وويل چې بالاخره به وسله وال طالبان مجبورېږي چې د جګړې پر ځای د روغې جوړې او تفاهم لاره غوره کړي.
د هغه په خبره، که طالبان د سولې له پروسې سره يو ځای شي او له جګړې لاس واخلي؛ نو په هېواد کې شته ستونزې به ډېرې راکمې شي.