کابل(پژواک،٣ چنګاښ ۹۸): د ولسي جرګې د ریاست ټاکنو د یوې جنجالي رایې د سم او یا ناسم والي په موخه د رایې صندوقونه کېښودل شول.
د جنجالي رایې پرسر اختلاف د کمال ناصر اصولي او میررحمان رحماني ترمنځ د غويي په ۲۸ مه د ولسي جرګې د ریاست ټاکنو پر مهال پیدا شو. که څه هم د یادې ستونزې د حل لپاره څو پلاوي وټاکل شول، خو ستونزه یې حل نه کړه.
خو د جرګې غړو اوس توافق وکړ چې د جنجالي رایې په اړه ټاکنې وکړي.
د ولسي جرګې د دارالانشا رييس عبدالقادر ځاځي د رایې ورکولوپه پیل کې وویل، په رای پاڼو دوه انتخابه موجود دي چې یو یې د رایې صحت او بل یې د رایې باطل والی ښيي او د جرګې هر غړی باید یو انتخاب وکړي.
د ملي شورا ۱۷ مه تقنیني دوره د روان کال د غويي په شپږمه پرانیستل شوې خو یاده جرګه تر اوسه رییس او اداري پلاوی نه لري.
د ولسي جرګې د ریاست تېرې ټاکنې د کمال ناصر اصولي او میررحمان رحماني ترمنځ ترسره شوې خو پایله یې ځکه روښانه نه شوه چې د جرګې غړو د ټاکنو په ورځ ددې جرګې د نصاب په اړه اختلاف درلود، ځینو ۲۴۴ کسان او یو شمېر نورو بیا ۲۴۷ کسان بلل.
که د ولسي جرګې د ټاکنو د ورځې نصاب ۲۴۴ کسان وي بریالی نوماند ۱۲۳ رایو ته اړتیا لري خو که نصاب ۲۴۷ کسان وي بریالی نوماند باید ۱۲۴ رایې ترلاسه کړي.
رحماني د ټاکنو په ورځ ۱۲۳ رایې تر لاسه کړې وې خو پلویان یې وايي چې د نوموړي یوه سمه رایه د موقت رییس له خوا باطله اعلان شوې، خو د جرګې نور غړي بیا دغه رایه باطله ګڼي او وايي، یاده رایه د موقت رییس له خوا باطله اعلان شوې ده.
login or register a new account.