ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې محکمې دوه کسان د قتل او غلا په جرم په بند محکوم کړل

بلخ کې محکمې دوه کسان د قتل او غلا په جرم په بند محکوم کړل

author avatar
25 Jun 2019 - 15:55
بلخ کې محکمې دوه کسان د قتل او غلا په جرم په بند محکوم کړل
author avatar
25 Jun 2019 - 15:55

مزارشريف ( پژواک، ۴چنګاښ ۹۸) : د بلخ استيناف محکمې له خوا دوه کسان د قتل او غلا په جرم په ۱۷ او ۶ کلونو بند محکوم شول.

د يادو کسانو د قضيې څېړلو او سزا اورولو په موخه د چنګاښ په ۴مه د بلخ استيناف محکمه کې علني غونډه جوړه شوې وه.

د يادې قضايي جلسې مشر او د بلخ استيناف محکمې رييس شريف فاني وويل، محمد عيسی د امير محمد زوی د موسی نومې تن د وژلو په جرم په ۱۷ کلونو تنفيذي بند محکوم شو.

نوموړي زياته کړه، په دغه قضايي جلسه کې همدا راز محمد اسماعيل د محمد ظاهر زوی د تېلو د غلا په جرم په ۶ کلونو تنفيذي بند محکوم شو.

 د قاضي په خبره، مجرمينو په خپل جرم اعتراف کړی دی. 

هغه وويل، دا وروستۍ پرېکړه نه ده، دوى د تميز غوښتنه کولى شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.