Language

د غزني د خوږیاڼو ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی

غزني ښار (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٨): د غزني د خوږياڼو ولسوالۍ امنيه قوماندان او يو ساتونکى يې د ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

د خوږياڼو ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې د چنګاښ په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندان دويم څارن قادرشاه پر موټر د ماين چاودنه وشوه.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې قادرشاه او يو ساتونکى يې وژل شوي او دوه نور ساتونکي يې ټپيان دي.

دغه راز د خوږياڼو بازار اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې بازار ته څېرمه د امنيې قوماندان پر رينجر موټر د ماين چاودنه شوې ده.

ده وويل: ((خپله قوماندان او څو نورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقيقه شمېره يې ماته معلومه نه ده.))

بل لور ته د غزني حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو وسله وال طالبان بيا د دغه بريد مسووليت مني.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د غزني د خوږياڼو ولسوالۍ امنيه قوماندان قادرشاه له خپل يوه ساتونکي سره د طالبانو په بريد کې وژل شوى دى.

د يادونې ده، خوږياڼي د غزني له ناامنو ولسواليو ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.