کابل (پژواک، ٥ چنګاښ ۹۸): خان اقا رضايي، خان محمد وردګ، صدیق احمد عثماني او عبدالستار حسیني د ولسي جرګې د ریاست ټاکنو درېیم پړاو ته نوماند شوي دي.
خان اغا رضايي د کابل د خلکو استازی، خان محمد وردګ هم د کابل د خلکو استازی، صدیق احمد عثماني د پروان د خلکو استازی او عبدالستار حسیني په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازی دی.
د ملي شورا د ۱۷مې دورې له پرانیستل کېدو شاوخوا یوه نیمه میاشت تېرېږي خو یاده جرګه تر اوسه رییس او اداري پلاوی نه لري.
د ولسي جرګې د ریاست لومړۍ دوره ټاکنې د غويي په ۲۶مه ترسره شوې. په دې ټاکنو کې څلور کسان [میر رحمان رحماني، میرویس یاسیني، کمال ناصر اصولي او عمر نصیر مجددي] د جرګې ریاست ته نوماند وو، خو دا چې په لومړۍ پړاو ټاکنو کې هېڅ نوماند بریالی نه شو، په دویم پړاو ټاکنو کې د دوو مخکښو نوماندانو (اصولي او رحماني) ترمنځ ټاکنې ترسره شوې.
د کمال ناصر اصولي او میر رحمان رحماني ترمنځ ټاکنې ترسره شوې خو پایله یې ځکه روښانه نه شوه چې د جرګې غړو د ټاکنو په ورځ د دې جرګې د نصاب په اړه اختلاف درلود، ځینو ۲۴۴ کسان او یو شمېر نورو بیا ۲۴۷ کسان باله.
که د ولسي جرګې د ټاکنو د ورځې نصاب ۲۴۴ کسان وای بریالي نوماند ۱۲۳ رایو ته اړتیا لرله خو که نصاب ۲۴۷ کسان وای، بریالي نوماند باید ۱۲۴ رایې ترلاسه کړې وای.
رحماني د ټاکنو په ورځ ۱۲۳ رایې ترلاسه کړې وې خو پلویانو یې ویل چې د نوموړي یوه رایه د موقت رییس له خوا باطله اعلان شوې چې په حقیقت کې باطله نه ده، خو د جرګې نورو غړو یاده رایه باطله ګڼله.
خو دوې ورځې مخکې د جرګې ډېری غړو د رایو اچونې له لارې یاده جنجالي رایه باطله وبلله او پرون د نوو نوماندانو (عبدالشکور واقف حکیمي، جاوید جیحون او قاضي میر افغان ساپي) ترمنځ ټاکنې ترسره شوې.
خو د ټاکنو په لومړي پړاو کې هېڅ نوماند ۵۰ جمع یو رایې ترلاسه نه کړې، وروسته د دوو مخکښو نوماندانو (جاوېد جیحون او میر افغان ساپي) ترمنځ ټاکنې وشوې خو دوی د بریالیتوب لپاره د لازمو رایو پر اخیستو ونه توانېدل.
نن څلورو کسانو (خان اقا رضايي، خان محمد وردګ، صدیق احمد عثماني او عبدالستار حسیني) د ولسي جرګې د ریاست ټاکنو درېیم پړاو ته نوماند دي او اوس هر یو په خپل وار جرګې ته لنډې خبرې کوي.
login or register a new account.