کابل (پژواک، ٥ چنګاښ ۹۸): د ولسي جرګې ریاست ته څلور نوماندانو د بریاليتوب لازمې رایې ترلاسه نه کړې او د دوی له ډلې دوو مخکښو نوماندانو (خان اقا رضايي او خان محمد وردګ) ته د رایې صندوقونه اېښودل کېږي.
د کابل د خلکو استازو خان اقا رضايي او خان محمد وردګ، د پروان د خلکو استازي صدیق احمد عثماني او په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي عبدالستار حسیني نن د ولسي جرګې د درېیم پړاو ریاست ټاکنو ته نوماند وو.
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ۲۳۷ کسان موجود وو او هر نوماند باید د بریاليتوب لپاره ۱۱۹ رایې ترلاسه کړې وای.
خو خان محمد وردګ ۸۰، خان اقا رضايي ۷۷، صدیق احمد عثماني ۴۰ او عبدالستار حسیني ۱۴ رایې ترلاسه کړې او هېڅ یو د ریاست څوکۍ ته بریالی نه شو.
په دې ټاکنو کې څلورو کسانو سپینې او ۲۲ کسانو باطلې رایې کارولې دي.
د ولسي جرګې رییس ملک قیس نوراغا ملکزي وویل، په وروستي پړاو کې له څلورو نوماندانو دوه مخکښ نوماندان (خان محمد وردګ او خان اقا رضايي) ټاکل کېږي.
د ملي شورا د ۱۷مې دورې له پرانیستل کېدو شاوخوا یوه نیمه میاشت تېرېږي خو یاده جرګه تر اوسه رییس او اداري پلاوی نه لري.
د ولسي جرګې د ریاست لومړۍ دوره ټاکنې د غويي په ۲۶مه ترسره شوې. په دې ټاکنو کې څلور کسان [میر رحمان رحماني، میرویس یاسیني، کمال ناصر اصولي او عمر نصیر مجددي] د جرګې ریاست ته نوماند وو، خو دا چې په لومړۍ پړاو ټاکنو کې هېڅ نوماند بریالی نه شو، په دویم پړاو ټاکنو کې د دوو مخکښو نوماندانو (اصولي او رحماني) تر منځ ټاکنې ترسره شوې خو په دې ټاکنو د یوې جنجالي رایې پرسر د جرګې غړو څو ورځې مخالفت درلود.
دوې ورځې مخکې د جرګې ډېرې غړو د جنجالي رایې د باطلېدو په اړه رایې ورکړې او تېره ورځ دویم پړوا ټاکنې د نوو نوماندانو (عبدالشکور واقف حکیمي، جاوېد جیحون او قاضي میر افغان ساپي) ترمنځ ترسره شوې چې هېڅ یوه د بریالیتوب لازمې رایې ترلاسه نه کړې.
نن څلور کسان (خان اقا رضايي، خان محمد وردګ، صدیق احمد عثماني او عبدالستار حسیني) د ولسي جرګې ریاست ته نوماند و خو هېڅ یو بریالی نه شو.
login or register a new account.