ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: هیڅوک د افغانستان ورزش سیاسي، قومي او سمتي کولای نه شي

غني: هیڅوک د افغانستان ورزش سیاسي، قومي او سمتي کولای نه شي

author avatar
26 Jun 2019 - 20:43
غني: هیڅوک د افغانستان ورزش سیاسي، قومي او سمتي کولای نه شي
author avatar
26 Jun 2019 - 20:43

کابل (پژواک ٥ چنګاښ ٩٨): ولسمشر غني وايي، هیڅوک د افغانستان ورزش سیاسي، قومي او سمتي کولای نه شي، ورزش او ورزشکاران زموږ د ټول ملت ویاړ دی.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې غړو او د لاجورد لار بایسکل ځغلوونکو سره وکتل او د هغوی د هڅو او اتلولیو قدرداني یې وکړه.

سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې چې په دلګشا ماڼې کې وشوه، په پیل کې د فوټسال ملي لوبډلې روزونکي عبدالرزاق ممرک له جمهور رئیس څخه ورزشکارانو ته د پاملرنې په خاطر مننه و کړه او ويې ویل، موږ د ورزش په سنګر کې د هېواد د سرتېرو په څېر قرار لرو، لکه څنګه چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې خاورې د شرف او عزت دفاع کوي، موږ هم په ورزشي ډګرونو کې خپل افغاني غيرت او مېړانه نندارې ته وړاندې کوو.

ده زیاته کړه، د جمهور رئیس ټلیفوني تماس موږ ته روحي او رواني انرژي راکړه او له همدې امله د اسیایي جام سیالیو په ځانګړي ډول د جاپان د فوټسال ملي لوبډلې سره په سیالۍ کې ښه وځلېدو.

نوموړي د هېواد فوټسال ملي لوبډلې ته د لازیاتې پاملرنې او دغې لوبډلې ته د ورزشي جمنازیوم د جوړولو غوښتنه وکړه.

وروسته د لاجورد لار د بایسکل ځغلوونکو ګروپ روزونکي صدیق جامي خبرې وکړې او ويې ویل، د لاجورد لار د ملاتړ په موخه وتوانېدو د ترکیې، ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان هېوادونو ته سفر وکړو او هغوی ته د افغان ملت د دوستۍ پیغام ورسوو.

هغه څرګنده کړه، د لاجورد لار د بایسکل ځغلوونکو ګروپ وتوانېد دغه ۴۱۲۴ کیلومترو واټن په پنځو ورځو کې د هرات ولایت څخه ووهو.

وروسته جمهوررئیس غني وویل: "نن زما لپاره ځانګړی ورځ ده چې نوی نسل او د افغانستان د ځوان نسل لپاره امید او راتلونکې بېلګه وینم."

نوموړي د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې غړو ته په خطاب کې وویل: "ما له جاپان سره ستاسې سیالي ولیدله، په میدان کې ستاسې همغږي او کنټرول د  قدر وړ وه او د افغانستان بیرغ په رپولو سره موږ ته ویاړ راوباښه."

ده زياته کړه، تاسې څو زره کلن دود ژوندی او ثابته مو کړه چې افغانستان د اسیا د څلور لارې د وصل نقطه ده او موږ د سیمې هېوادونو سره یواځې سوداګریزې اړیکې نه لرو، بلکې احساسي او عاطفي اړیکې هم لرو.

هغه څرګنده کړه، هیڅوک د افغانستان ورزش سیاسي، قومي او سمتي کولای نه شي، ورزش او ورزشکاران زموږ د ټول ملت ویاړ دی.

د دې کتنې په پای کې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې روزونکي او د بدنې روزنې او ورزش یو شمېر مسوولینو د فوټسال ملي لوبډلې کمیس، د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په ویاړ یوه تابلو او دغه راز د باسکل ځغلوونکو سرګروپ یو بایسکل چې د لاجورد لار یې پرې وهلی وه، جمهوررئیس غني ته ډالۍ کړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.