Language

په خوست کې د نهو وسله والو د وژلو ادعا وشوه

خوست ښار(پژواک، ۵ چنګاښ ۹۸): د خوست امنيتي مسوولين وايي چې په دې ولايت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې چې ٩ وسله وال په کې وژل شوي دي.

د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه جګړه نن غرمه مهال شاوخوا يوولس بجې د دې ولايت باک ولسوالۍ په شمل خېلو، سپیرکۍ او ميلۍ په سيمو کې کې شوې ده.

ده زياته کړه، امنيتي ځواکونه په ګزمه بوخت وو چې وسله والو طالبانو پرې د سپکو او درنو وسلو بريد وکړ.

د هغه په وينا، د بريد په پايله کې امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی، خو په ځوابي ډزو کې ۹ وسله وال طالبان ووژل شوي، چې د درېيو جسدونه يې د جګړې په سيمه کې پاتې دي.

حيدر وايي، د پېښې په ځای کې يوه پيکا او دوه کلاشينکوفونه هم د ملي امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه د دغې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics