Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خلک او چارواکي: د تندر قول اردو رهبري کې بدلون سياسي او سليقوي دی

ګردېز (پژواک، ٦ چنګاښ ٩٨): د پکتيا ولايتي شورا او قومي مشران د سوېل ختيځ زون د ۲۰۳ تندر قول اردو په رهبري کې بدلون ناسم او سياسي بولي او وايي چې په نظامي برخه کې به سليقوي چلند د يادې سيمې پر امنيتي وضعيت ناوړه اغېز وکړي.

دوى دغه اعتراض په داسې حال کې کړى چې نن بريد جنرال خان الله شجاع د جنرال دادان لونګ پر ځاى د ٢٠٣ تندر قول اردو د نوي قوماندان په توګه معرفي شو.

خلک د پکتيا ولايتي شورا مخې ته راټول شوي وو او ټينګار يې کاوه چې له وخته مخکې د تندر قول اردو د قوماندان تورن جنرال دادان لونګ تغيیر او تقاعد ته سوق کول د پکتيا د نظامي کدرونو بې احترامي ده او مرکزي دولت بايد خپله پرېکړه بېرته واخلي.

د ولايتي شورا غړی محمدرحمن قادري وايي چې د جنرال لونګ د مسووليت په شاوخوا يو کلنه موده کې په پکتيا او د تندر قول اردو په اړوندو نورو ولايتونو کې امنيتي حالت ښه شوی او د ملي اردو په ليکو کې د فساد او وظيفوي غفلت مخه نيول شوې ده.

قادري زياته کړه: ((د دادان لونګ په وخت کې ډېر امنيتي تهديدات له منځه تللي، د ده بدلون دا معنا لري چې مرکزي دولت نه غواړي په دې سيمه کې امنيت او د امنيتي ارګانونو ترمنځ هماهنګي وي. که جنرال لونګ تقاعد ته سوق شي، موږ به له مرکزي دولت سره پرېکون وکړو او همکاري به نه ورسره کوو.))

قومي مشر اسلام الدين منګل وايي که د دادان لونګ تقاعد ته د سوق کولو پرېکړه بېرته وانه خيستل شي، نو دوی به په اعتراضونو لاس پورې کړي او راتلونکي کې به له مرکزي دولت سره هېڅ همکاري ونه کړي.

منګل پژواک ته وويل: ((پر دفاع وزارت او رياست جمهوري غږ کوو چې د پکتيا رايې او غوښتنو ته احترام ولري. موږ همېشه د قانون پابند پاتې شوي يو او له دولت نه هم غواړو داسې خپلسره کړنه دې نه کوي چې په هغې د خلکو زړه بدېږي. دادان لونګ د فساد په مقابل کې مبارزه کړې، امن يې راوستی او د خلکو زړونه يې خپل کړي، که فساد او تخطي يې کړې وي، موږ ته دې ووايي.))

په همدې حال کې نن (پنجشنبه) تورن جنرال دادان لونګ تبديل او پر ځای يې بريد جنرال خان الله شجاع د ۲۰۳ تندر قول اردو د قوماندان په توګه رسماً معرفي او دنده پيل کړه.

د لوی درستيز مرستيال ډګر جنرال محمد شعيب پيلوټ د تندر قول اردو د نوي قوماندان د معرفۍ په غونډه کې وويل، دفاع وزارت هڅه کوي چې د جنرال لونګ د تقاعدي پر ځای د هغه له تجربو په نورو ځايونو کې ګټه واخلي.

هغه د لونګ د دندې ستاينه وکړه او ويې ويل چې نوموړي په سوېل ختيځ کې د وسله والو مخالفينو ډېری پلانونه شنډ کړي او د امن ښه فضا يې رامنځته کړې ده.

دی وايي: ((ملي اردو لاسته راوړنې لري. په هر ولايت او ولسوالۍ کې دښمن غواړي خلکو ته صدمه ورسوي، انشاالله ملي پوځ د خلکو په خدمت کې دی او له هغوی نه به دفاع کوي.))

د ۲۰۳ تندر قول اردو نوی قوماندان بريد جنرال خان الله شجاع وايي هڅه کوي چې د ملي اردو هغه برخې هم تعرضي حالت ته سوق کړي چې اوسمهال په دفاعي حالت کې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.