Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ايبک ښار په يوه جومات کې د چاودنې له امله  ١٥ کسان ټپيان شول

ايبک (پژواک، ٧ چنګاښ ٩٨): د سمنګانو ولايت د مرکز ايبک ښار په يوه جامع جومات کې چاودنه شوې چې د ملا امام په ګډون يې ١٥ تنه ټپيان کړي دي.

د پېښې يو تن عيني شاهد نقيب الله شريفي د چنګاښ په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا يوه بجه د کارته مجاهد په جامع کې چاودنه شوې ده.

هغه وايي: ((کله چې ملا امام عبدالباقي له خپله ځايه پورته شو نو چاودنه رامنځته شوه.))

نوموړى وايي چې په دغه پېښه کې څو تنه ټپيان شوي چې د نورو لمونځ کوونکي له لوري روغتون ته انتقال شوي دي.

د سمنګان د ولايتي روغتون نوکريوال ډاکټر عبدالهادي محمدي پژواک ته وويل چې له يادې پېښې ١٥ تنه ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

همدارنګه د ايبک ښار د لومړۍ حوزې د تروريزم پر وړاندې د مبارزې مدير لومړي څارن سيد عبدالعظيم سادات پژواک ته وويل چې په جومات کې چاودنه شوې او ١٥ تنه په کې ټپيان شوي دي.

هغه وايي چې ماين د ملا امام تر څوکۍ لاندې ځاى پرځاى شوى و چې چاودنه يې کړې ده.

د هغه په وينا، ددې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

ددې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.