کابل (پژواک،٧چنګاښ ٩٨): ولسمشر غني د پاکستان له ولسمشر سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو او همکاریو، د سیمې د ثبات، امنیت او اقتصادي ودې، د بې وزلۍ ضد مبارزې او د دواړو هېوادونو ملي خپلواکۍ ته د متقابل درناوي لرلو په اړه بحث او خبرې وکړې.
پر دغو موضوعاتو خبرې د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته د خپل رسمي سفر په لومړۍ ورځ تېر ماښام پلازمېنه اسلام اباد کې د پاکستان جمهوررئیس عارف علوي سره د ليدنې پرمهال وکړې.
عارف علوي جمهوررئیس محمداشرف غني او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او دغه سفر یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوستانه اړیکو او د باور فضا د رامنځته کولو لپاره ګټور وباله.
په دغه کتنه کې دواړو مشرانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو او همکاریو، د سیمې د ثبات، امنیت او اقتصادي ودې، د بې وزلۍ ضد مبارزې او د دواړو هیوادونو ملي خپلواکۍ ته د متقابل درناوي لرلو په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني وویل، د سولې مشورتي لویې جرګې د استازو د اجماع او غوښتنې په اساس له پاکستان سره د نورمالو اړیکو د ایجاد په موخه یې دغه هېواد ته سفر وکړ او هیله ده چې دا سفر به د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو لپاره نوی باب پرانیزي.
ولسمشر غني او پلاوي يې د پاکستان د ولسمشر له خوا په برابره شوې مېلمستيا کې هم ګډون وکړ.
د يادونې ده چې ولسمشر غني د پاکستان په رسمي بلنه تېره ورځ د ياد هېواد پلازمېنې اسلام باد ته په دوه ورځني سفر تللى او ټاکل شوې چې په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن