خوست ښار(پژواک، ٧ چنګاښ ٩٨): خوست کې د نږدې ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه ښوونځي د جوړېدو چارې پيل شوې.
د ښوونځي دغه ودانۍ د خوست مرکز اړوند د لکڼو سِرکيو بوړيو په سيمه کې جوړېږي، چې ۱۸ اداري او درسي خوني، تشنابونه، د پاکو اوبو څاه او ۶۸۸ متره د احاطې ديوال به ولري.
د ولايتي چارواکو په وينا، ددې ښوونځي زده کوونکي له تېرو ۱۴ کلونو راهيسي د ونو سيورو او يو شمېر يې تر سره لمر لاندې په ازاده فضا کې زده کړې کوي.
د دغه ښوونځي زده کوونکي وايي چې کله باد او باران شي، نو درسونه يې په نيمه کې پاتې شي او کورونو ته ځي.
login or register a new account.