ښرنه (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٨): په غزني ولايت کې يو ماشوم د تښتونکو له بنده را خوشی شوی او د تښتونې په تړاو یې درې کسان نيول شوي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د چنګاښ په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د علي جان په نوم يو ماشوم يوه اوونۍ مخکې له جاغوري ولسوالۍ تښتول شوى و.
هغه زياته کړه چې تښتوونکو د ماشوم له کورنۍ څلور ميليونه افغانۍ غوښتې وې.
د نوري په وينا، تېره شپه امنيتي ځواکونو د تښتول شوي ماشوم ځاى پيدا او عمليات يې ترسره کړل چې په پايله کې يې ياد ماشوم خوشی او درې تښتوونکي ونيول شول.
هغه وايي چې تښتول شوى ماشوم په يوه څاه کې ساتل کېده.
د والي وياند دغه راز وويل چې په جاغوري ولسوالۍ کې نهه نور کسان هم د غلاوو او قتلونو په تور نيول شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP