مزارشريف (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۸): تر راتلونکو دوو ورځو پورې په بلخ کې د ازبکستان- افغانستان د صادراتي توکو لوی نندارتون جوړېږي چې په کې د ازبکستان لومړى وزير هم ګډون کوي.
د اجرائيه رياست وياند مرستيال اميد ميثم د چنګاښ په ۸مه مزارشريف کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد نندارتون د جوړېدو لپاره بشپړ چمتووالی نيول شوی دی.
د هغه په خبره، دغه پروګرام به يو بشپړ اقتصادي پروګرام وي چې په خبره يې په لومړي ځل يو لوړ پوړی ازبکستانی چارواکی بلخ ته سفر کوي.
ميثم زياتوي چې اجرائيه رييس به د ازبکستان د صدراعظم هرکلي او په ياد نندارتون کې د ګډون په موخه مزارشريف ته سفر وکړي.
نوموړی همدا راز وايي چې د اقتصادي پراختيا په موخه د افغان او ازبکستاني چارواکو ترمنځ يو لړ هوکړه ليکونه هم لاسليک کېږي.
د اجرائيه رياست وياند مرستيال زياته کړه چې دغه پروګرام به د دواړو هېوادونو د تجارتي او اقتصادي همکاريو برخه کې يو مهم ګام وي.
د هغه په وينا چې څومره د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې اړيکې زياتېږي؛ نو په هماغه اندازه يې پر سوداګرۍ او اقتصادي روابطو مثبت اغېز پرېوځي.
په بلخ کې د سوداګرۍ خونې اجرائيه مدير نصيراحمد قاسمي هم پژواک ته وويل چې بلخ ته د ازبکستان د صدراعظم سفر به د افغان سوداګرو لپاره ښه زېری وي.
نوموړي وويل چې د ياد پروګرام په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د صادراتي اقلامو دوه ورځنی نندارتون هم جوړ شي.
د قاسمي په خبره، د ياد نندارتون له لارې افغان سوداګر کولای شي چې له ازبکستاني سوداګرو سره اړيکې جوړې کړي او په دې ډول مثبتو پايلو ته ځانونه ورسوي.
هغه وويل: ((ښايي ازبکستان داسې صادرات ولري، چې موږ به ترې خبر نه يو او يا هم موږ به داسې صادرات ولرو چې ازبکستان کې د بازار اړتيا وي، چې د ورته پروګرامونو له لارې يو بل ته په ښه ډول ور پېژندل کېدای شي.))
د بلخ د سوداګرۍ خونې اجرائيه مدير د منځنۍ اسيا هېوادونو بازارونه د افغان سوداګرو لپاره ښه فرصتونه وبلل او غوښتنه يې وکړه چې له يادو هېوادونو سره د سوداګرۍ برخه کې دې نورې اسانتياوې هم رامنځته شي.
login or register a new account.