Language

د پکتیا په احمد ابا کې ۱۸ امنیتي سرتېري وژل شوي

ګردېز (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٨): د پکتيا په احمد ابا ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله ١٨ امنيتي سرتېري وژل شوي او ١٧ نور ټپيان شوي دي.

په پکتيا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو يوي سرچينې د چنګاښ په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په احمد ابا ولسوالۍ کې د مچلغو بند د ساتونکو پر قرارګاه بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د عامه ساتنې ۱۷ پوليس او د ملي اردو یو سرتېرى وژل شوي او ١٧ نور پوليس ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه: ((بېګاه يې د مچلغو بند له قرارګاه څخه د قول اردو روغتون ته ١٧ ټپيان او اتلس مړي انتقال کړي دي.))

دغه راز د پکتيا ولايتي شورا غړي محمدالرحمن قادري پژواک ته وويل چې تېره شپه په احمد ابا ولسوالۍ کې سخته جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې ١٨ امنيتي سرتېري وژل شوي او تر پنځلسو ډېر ټپيان شوي دي.

بل لور ته د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت هم دغه پېښه تاييدوي خو وايي چې په دې جګړه کې ١٥ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وويل: ((د سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لرم، که مې څه پيدا کړل وروسته يې درسره شريکوم.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، د پکتيا تر څنګ تېره شپه په کندوز او کندهار ولايتونو کې هم امنيتي سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.