Language

شاهين قول اردو: په بلخ کې د طالبانو ولسوالان او مهم قوماندانان وژل شوي

مزارشريف (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۸): په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو  وايي چې تېره شپه د بلخ د شولګرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نړيوالو ځواکونو هوايي بريد له امله د مشهورو قوماندانانو په ګډون ۴۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

له شاهين قول اردو د چنګاښ په ٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد برید تېره شپه ۲ بجې د طالبانو پر یوه غونډه ترسره شوی دی.

خبرپاڼه کاږي چې په ياد هوايي بريد کې د چهاربولک لپاره د طالبانو ولسوال عبدالغني مشهور پر ملا ترابي، د چمتال لپاره د طالبانو ولسوال ګل نبي مشهور پر ملا مبارز، د شولګر ولسوالۍ مرستيال ملا نسيم، د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول رسول جان سعادت، د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول مولوي جاوېد او دغه راز د طالبانو سيمه ييز قوماندانان ملا نجيب، ملا نذير او ملا منصور له خپلو ۳۶ وسله والو سره وژل شوي دي.

د شولګرې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالمتين پژواک ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه د يادې  ولسوالۍ په بودنه کلا سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې له هوايي بريده مخکې طالبانو په بودنه کلا سيمه کې پر يو شمېر دولتي پوستو بريدونه هم وکړل خو پر نیولو یې بریالي نه شول.

د نوموړي په خبره، تر اوسه معلومه نه ده چې په دغه بريد کې څومره او د طالبانو د کومې کچې خلک وژل شوي دي.

په شولګر ولسوالۍ کې د طالبانو يوې سيمه ييزې سرچينې پژواک ته تاييد کړه چې د تېرې شپې په بريد کې د دوی يو شمېر وسله وال وژل شوي دي.

سرچينې په ياد بريد کې د چهاربولک لپاره د طالبانو د ولسوال ملا ترابي، د چمتال ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول رسول جان سعادت او طالب قوماندان ملا نجيب وژل کېدل تاييد کړل.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا د دې ځانګړې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو ادعا يې کړې ده چې د بلخ په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې لسګونو دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.