کندوز ښار (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٨): امنیتي سرچینې وايي چې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې ١٤ پوليس وژل شوي او ٢٠ نور یې ژوندي نیولي دي.
په امام صاحب ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچينې د چنګاښ په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د فرغان تپې په سيمه کې د سرحدي او سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل.
ده وويل چې د دغو بريدونو په ترڅ کې لس سرحدي او څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او ٢٠ نور پوليس طالبانو له ځان سره بيولي دي.
د هغه په وينا، مرستندوی ځواکونه سيمې ته رسېدلي او کوښښ کوي چې نیول شوي پوليس بېرته راخوشي کړي.
دغه راز د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعيدي هم د تېرې شپې جګړه تاييدوي خو زياتوي چې پوليسو ته دومره ډېره مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
سعيدي وايي چې په دې جګړه کې پوليسو او طالبانو دواړو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
هغه زياته کړه: ((د بررسۍ ډله سيمې ته تللې، تر څو د هر څه معلومات له نږدې څخه وکړي.))
بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو تېره شپه د امام صاحب په فرغان تپې سيمه کې د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې ١٩ پوليس وژل شوي، اووه ټپيان شوي او ٢٢ نور نیول شوي دي.
مجاهد زياتوي چې د جګړې پر مهال يو ټانک له منځه وړل شوى او یو شمېر وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
د يادونې ده، امام صاحب د کندوز د نا امنو ولسواليو له ډلې ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن