پلخمري (پژواک، ۱۰ جنګاښ ۹۸): د بغلان د دوشي ولسوالۍ خلکو له ازبکستان هېواده د وارداتي برېښنا د لېږد لپاره د نوو پايو لګولو مخه نيولې ده.
د بغلان د دوشي ولسوالۍ د کيله ګۍ سيمې لسګونو اوسېدونکو نن په دې اړه اعتراضيه غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې قومي مشر حاجي عبدالخالق وویل چې د برېښنا شرکت یو کال وړاندې کیله ګۍ سیمې ته د برېښنا رسولو ژمنه وکړه خو تر اوسه يې نه ده ترسره کړې.
هغه وايي: ((موږ نن د همدې ژمنې د ترسره کېدو لپاره را ټول شوي يو، څو چې زموږ غوښتنې نه وي منل شوې، اجازه نه ورکوو چې نوې پايې نصب کړي.))
دغه راز د دې سیمې بل قومي مشر او دیني عالم قاري محمد امان وویل: ((پر کلي مو د ازبکستان هېواد وارداتي برېښنا مزي تېر شوي حکومت یې هم په بدله کې د برېښنا ورکولو ژمنه کړې وه، پوره نه شوه بیا ځل غوښتنه کوو که چېرې د نوې وارداتي برېښنا ستنو په بدله کې ځمکو مالکینو ته پیسې او کورونو ته برېښنا ونه رسېږي، غبرګون کې به یې کابل شمال لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړو.))
همدارنګه د کیله ګي سیمې یوه بزګر محمد معروف وايي، د کرنیزې ځمکې په منځ کې د نوې وارداتي برېښنا پايو نقشه راغلې خو د پايو له نصب وړاندې بايد پيسې ورکړي.
يو شمېر نورو معترضينو هم ورته څرګندونې وکړې.
په دې اړه د بغلان د برېښنا شرکت ريیس سلطان احمد عزیزي پژواک ته وويل چې خلک باید د ملي پروژو پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي.
هغه وايي چې برېښنا شرکت په یو ځل ټولو سیمو ته د برېښنا رسولو توان نه لري خو پلان کې ده چې د دوشي سيمې اوسېدونکو ته برېښنا ورکړل شي.
دغه راز د بغلان ولایت والي احمد فرید بسیم پژواک ته وویل چې څو ورځې وړاندې یې په دې اړه د یادې سیمې له قومي مشرانو سره خبرې کړې دي.
هغه وايي: ((ما ورته وويل د دې لپاره چې د چا حق ونه خوړل شي، دغه کار وخت ته اړتيا لري نو دوى هم بايد ستونزې جوړې نه کړي.))
والي له اعتراض کوونکو غوښتنه وکړه چې د ملي پروژو پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP