ګردېز(پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٨): د پکتيا امنيتي چارواکي ادعا کوي چې په احمد ابا ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو پرمهال ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د پکتيا امنيه قوماندان سمونوال محمد عثمان جانباز د چنګاښ په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان هوايي ځواکونو د احمد ابا ولسوالۍ په برګي سيمه کې پر وسله والو طالبانو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي او له شلو ډېر ټپيان شوي دي.
قوماندان زياتوي چې د يو شمېر وژل شوو طالبانو جسدونه قوماندانۍ ته راوړل شوي وو چې بيا سره صليب ته وسپارل شول.
دغه راز د ٢٠٣ تندر قول اردو د ستراتېژيکو اړيکو او عامه چارو دفتر سرپرست ايمل خان پژواک ته وويل چې تېره شپه د احمد ابا ولسوالۍ په مچلغو بند سيمه کې پر طالبانو هوايي بريدونه شوي دي.
ده وويل چې په دغو بريدونو کې ٣١ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٢ نور ټپيان شوي دي.
بل لورته د احمد ابا ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ګل رحمان پژواک ته وويل چې تېره شپه د برګي په سيمه کې هوايي بريدونه شوي دي.
هغه وايي:((دا يو ډېر خطرناک ځاى دى، هلته د ځمکې له لارې عمليات سخت دي، نو ځکه يې هوايي بريدونه پرې کړي دي.))
د ګل رحمان د معلوماتو له مخې، په دغو هوايي بريدونو کې له ٤٠ ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د دغې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې تېره شپه د پکتيا په ګډون طالبانو په ٢٣ ولايتونو کې پر حکومتي سرتېرو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د دغو بريدونو پرمهال ١٧٣ حکومتي سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د يادونې ده چې وړمه شپه د پکتيا د احمد ابا ولسوالۍ په مچلغو بند سيمه کې طالبانو د مچلغو بند د ساتنې پر قرارګاه ډله ييز بريد وکړ چې په ترڅ کې يې ١٨ امنيتي سرتېري و وژل شول او ١٧ نور ټپيان شول.
login or register a new account.