ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشریف کې د ازبکستان صادراتي توکو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

author avatar
1 Jul 2019 - 18:57
author avatar
1 Jul 2019 - 18:57

مزاشريف (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ازبکستان د صادراتي توکو درې ورځنی نندارتون پيل شو.

دغه نندارتون د چنګاښ په ۱۰مه د افغانستان د اجرائيه رييس عبدالله عبدالله او د ازبکستان د لومړي وزير عبدالله عارف اوف له خوا رسماً پرانيستل شو.

اجرائيه رييس عبدالله د نندارتون د پرانيستې پر مهال رسنيو ته وويل چې د ازبکستان حکومت او خلکو د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

نوموړي زياته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په موخه په مزارشريف کې د ازبکستان د صادراتي محصولاتو نندارتون هم جوړ شوی چې په ځينو برخو کې افغان سوداګرو هم په کې پانګونه کړې ده.

عبدالله وويل چې د ازبکستان له لومړي وزیر سره يې د همکاريو پر ټولو مواردو خبرې کړې او هيله مندي يې وښوده چې پايلې به يې مثبتې وي.

نوموړي وويل: ((تر هرات پورې د رېل ګاډي پټلۍ جوړېدل، د ازبکستان له سرخان دريا څخه د بغلان پلخمري ښار ته د برېښنا د مزي لېږد، د زده کړو، پانګونې، د دوی له تجربو د کار اخيستل او دې ته ورته پر مهمو مسايلو خبرې او بحث وشو.))

اجرائيه رييس زياته کړه چې په افغانستان کې د برېښنا د يوه لين د غځېدو پروژه چې مالي ملاتړ يې د اسيايي بانک له خوا کېږي، ازبکستان هېواد موافقه وکړه چې دغه پروژه به له خپل اصلي نرخ څخه ۴۵ ميليونه ډالره په ارزانه بيه سر ته رسوي.

هغه زياته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د افغاني محصولاتو ورته نندارتون د ازبکستان په تاشکند ښار کې هم جوړ شي.

ډاکتر عبدالله زياتوي چې افغانستان له ازبکستان سره زياتې سوداګريزې موافقتنامې لري او وخت را رسېدلی چې د يادو هوکړه ليکونو د تطبيق لپاره عملي او چټک ګامونه پورته کړای شي.

په ورته وخت کې د ازبکستان لومړي وزير عبدالله عارف اوف په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

هغه خوښي وښوده چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا يو ميليارد ډالرو ته رسېږي، چې په وينا يې دا د دواړو هېوادونو د ښو تجارتي اړيکو پايله ده.

نوموړی زياتوي چې ازبکستان به له افغانستان سره د انرژۍ، رېل ګاډي پټلۍ، کرنې او نورو برخو کې همکاري وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.