ښرنه (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٨): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې هدفي وژنې ډېرې شوې چې خلک يې سخت اندېښمن کړي او اړوند ارګانونه يې بايد مخه ونيسي.
دوى وايي چې په وروستيو څو ورځو کې د مرکز ښرنې په محمدخېل، اجامير او هيبت کليو کې درې تنه د هدفي وژنو ښکار شوي چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.
په دې اړه مدني فعال عظمت کټوازي د چنګاښ په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې خپلو مسوولیتونو ته د امنیتي ځواکونو نه پاملرنه او د افغان ځواکونو په لیکو کې د خیالي پولیسو شتون هغه څه دي چې د دغه ولایت امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی.
نوموړی زیاتوي چې په دې وروستيو کې د مخالفو وسله والو له لوري ډېری د دولت لوړپوړي او ټیټ پوړي چارواکي او دولت پلوه خلک د هدفي وژنو په ترڅ کې ووژل شول چې ورسره یې د دولتي مامورینو تر څنګ په عام ولس کې هم یو ډول وېره خپره کړې ده.
هغه دغه حالت خورا خواشینوونکی بولي او ژر تر ژره یې د مهارولو غوښتنه کوي.
دغه راز د ښرنې اوسېدونکي نېک محمد کټوازي پژواک ته وويل چې روان بد امنیتي حالت خلک په وېره کې اچولي دي او په ښه زړه په ښار او کلیو کې تګ راتګ نه شي کولای.
همدارنګه د پکتیکا د ولایتي شورا غړی عبدالمبین فقیرزاده وايي، په تېرو څو ورځو کې مخالفو وسله والو د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې يو شمېر کسان وژلي او دغه وژنې ورځ تر بلې زیاتېږي.
نوموړی د دغه ولایت له امنیتي چارواکو غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې د دې ډول پېښو مخه ونيسي، تر څو خلک له وېرې پرته کاروبار ته مخ کړي.
فقیرزاده زیاتوي چې د ناامنۍ پېښو زیاتېدو لوی لامل د ولایتي چارواکو ترمنځ د همغږۍ نه شتون دی او په کار ده چې د امنیت خوندیتوب په موخه ژر تر ژره لاس په کار شي او په خپل منځ کې ښه همغږي رامنځته کړي.
د يادو څرګندونو په اړه د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني وويل چې د امنيت د ښه کېدو لپاره يې اړينې هلې ځلې پيل کړې دي.
ده زياته کړه: ((د عامو خلکو، قومي مشرانو او امنيتي ځواکونو په ملتيا هلې ځلې کوو چې ترڅو د دغه ولايت امنيت ټينګ کړو.))
دغه راز د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال ايمل نيازي هم وويل چې امنيتي ځواکونو ته يې سپارښتنه کړې، څو د وضعيت ښه ساتلو په موخه شپه او ورځ هلې ځلې وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP