پلخمري (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٨): په بغلان کې ځينې سرچينې وايي چې وسله والو طالبانو د کيان دره نيولې ده، خو امنيتي مسوولين بيا د یادې درې د سقوط خبر ردوي او وايي چې يواځې جګړه شوې ده.
په بغلان کې يوې حکومتي سرچينې د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دوشي ولسوالۍ اړوند د کيان پر درې ډله ييز بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې طالبانو له څو ساعتونو جګړې وروسته د کيان درې ټول کلي نيولي خو امنيتي ځواکونه دا مهال د سنګ ديګ سيمې ته رسېدلي او کوښښ کوي چې دغه دره بېرته ونيسي.
دغه راز د بغلان ولايتي شورا غړي سميع الدين ناظر پژواک ته وويل چې طالبانو تېره شپه د کیان دره په بشپړ ډول نيولې ده.
ده زياته کړه: ((همدا اوس هم سخته جګړه روانه ده، دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې خو دقيق ارقام يې نه دي معلوم.))
بل لور ته د بغلان امنيه قوماندان سمونوال نيازمحمد نيازمند پژواک ته وويل چې تېره شپه د کيان په دره کې سخته جګړه شوې ده.
ده وويل: ((يواځې جګړه شوې ده، زه يې د سقوط خبره ردوم، ټولې پوستې پر خپل ځاى دي او هېڅ ډول ستونزه نشته دى.))
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کيان دره د بغلان د ناامنو ولسواليو دوشي او تاله او برفک ترمنځ پرته غرنې سيمه ده چې دغه دواړه ولسوالۍ يې سره نښلولې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP